تازه خبرونه

د حکومت د یو اړخیز اوربند پر مهال طالبان کولی شي دولتي ساحو ته ننوځي-دفاع وزارت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د اوربند پای ته رسیدو ته اوس هم ۵ ورځې پاتې دي او طالبان کولی شي، چې دولت تر کنترول لاندې ساحو ته له وسلو پرته تګ راتګ وکړي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وایي: طالبان له وسلو پرته او په دې شرط، چې په امنیتي دروازو کې راجستر شي؛ کولی شي ښارونو او دولتي سیمو ته تګ راتګ وکړي.  له طالبانو سره د اوربند په ورځو کې ځینې طالبان ښارونو ته راغلل، چې بېرته ټول نه دي تللي؛ خلک اندېښمن دي، خو ملي دفاع وزارت وایي، هر داسې حرکت، چې ترې د ګواښ څرک ولګیږي، پخل وخت به وځپل شي.

د دولت د  یو اړخیز اوربند په شپو او ورځو کې طالبانو پر دولتي ځواکونو بریدونه ډېر کړي او په فاریاب کې یې پر څو پوستو برید کړی او د ملي اردو لس سرتېري یې وژلي او لس نوریې ټپیان کړي دي.

ښاغلی رادمنش زیاته کړې؛ سره له دې، چې حکومت یو اړخیز اوربند اعلان کړی، خو طالبانو افغان امنیتي ځواکونو او خللکو ته ګواښونه رامنځته کړي دي.

د کابل اوسېدونکی وحیدالله وایي: ګډوډي روانه ده، بېلابېلې ډلې ښار ته رادننه شوي دي او حکومت باید د دوی مخه ونیسي.          

د کابل یو بل  اوسیدونکی شیراز هم له ګډوډۍ اندېښمن دی او وایي، چې دولت دې منفي حرکتونو ته ډېره پاملرنه ولري.    

د طالبانو خلاف د دولتي ځواکونو عملیات دریدلي؛ خو د دې بریدونو د دفعې پر مهال طالبانو ته هم تلفات اوښتي دي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین میرزا محمد یارمند وایي: کابل او نورو ښارونو ته د طالبانو تګ راتګ وځلوله، چې د هغو په کړنو کې څه نا څه بدلون راتلونکی دی.         

طالبانو د اختر په ورځو کې درې ورځنی اوربند رعایت کړ او ښاري سیمو ته یې تګ راتګ وکړ. له دې سره په خلکو کې هیلې ژوندۍ شوې، چې ممکن اوربند تمدید شي؛ خو طالبانو د اوربند په پای ته رسیدو خپل بریدونه زیات کړل او خلک یې بېرته ناهیلي کړل.

Trending

Exit mobile version