سوداگري
د حیرتان او آقیني بندرونو ته د تېلو او ګازو واردات پیل شول
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ويلي، چې د حیرتان او آقیني بندرونو ته د تېلو او ګازو واردات پیل شول.
که څه هم د حیرتانو او آقینې بندرونو ته د لومړنیو سونګ توکو واردات بیرته پیل شول؛ خو بیې اوس هم لوړې دي او ټکسي چلوونکي سلطان محمد ويلي، چې ټوله ورځ ګرزي؛ خو د تېلو لګښت هم نشي ګټلی.
د بلخ اوسیدونکي وايي، چې په دې ولایت کې د سونګ توکو بیې اوس هم لوړې دي؛ یو کیلو اوبلن ګاز پر ۷۰ او یو لیټر پټرول ۶۱ افغانۍ دي.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اړیکو مسوول حسن انصاري وايي، چې د حیرتانو او آقینې بندرونو له لارې د لومړنیو سونګ توکو واردات پیل شوي؛ خو بانکي محدودیتونو له کبله سوداګر پخپل وخت د پېر لپاره پیسې لېږدولی نشي.
د افغانستان په شمال کې درې سوداګریز بندرونه، شېرخان، حیرتان او آقینه شته، چې د افغانستان اویا په سلو کې سونګ توکي د همدې بندرونو له لارې افغانستان ته واردیږي؛ خو په افغانستان کې وروستیو بدلونونو او بانکي محدودویتونو واردات له ستونزو سره مخ کړي دي.