سوداگري
د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ له لارې ترانسپورتي لېږد رالېږد وځنډول شو
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ریاست څرګنده کړې، چې د حیرتان – ازبکستان د ریلګاډي له لارې د مالونو لیږد رالېږد تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوی دی.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړې، چې د حیرتان – ازبکستان د ریلګاډي پټلۍ په موقتي توګه تړل شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان د ریلپټلۍ په تخنیکي او عملیاتي برخو کې کومه ستونزه نشته او د ازبکستان لخوا تړل شوې ده.
مجاهد د ریلګاډي پټلۍ تړل لنډمهاله ګڼي او له سوداګرو يې وغوښتل، چې صبر زغم ولري او د اړتيا وړ توکي د آقینې- اندخوى د ریلګاډي پټلۍ له لارې وارد کړي.
د افغانستان د ریلګاډي ادارې د حیرتان – ازبکستان د ریلپټلۍ د موقتي بندیدو د علت له بیانولو سره ویل چې دا اداره له تېرو درې میاشتو راپدیخوا د ریلپټلۍ د ټولو چارو د مدیریت په سپارلو بوخته ده او په راتلونکیو دوه ورځو کې به یو پلاوی افغانستان ته راواستوي. له افغانستان څخه به ازبکستان ته ولاړ شي، چې پدې اړه وروستی هوکړه لیک لاسلیک کړي.
د افغانستان د ریلپټلۍ ویاند زیاته کړې: د دغه هوکړه لیک له لاسلیکولو وروسته به د حیرتان- مزارشریف له لارې د ترانسپورت بهیر یو ځل بیا پیل شي او په عادي توګه به دوام وکړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تېره میاشت اعلان وکړ، چې د افغان لوري او د ازبکستان د ریلګاډي د چارواکو تر منځ د خبرو اترو په پایله کې د حیرتان – مزار شریف د ریلګاډي د پټلۍ مسوولیت له ازبکستان څخه افغانستان ته سپارل شوی دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دې هوکړه لیک له مخې به د حيرتان- مزارشريف د رېلپټلۍ د غزولو مسووليت، چې له تېرو يوولس کلونو راپدیخوا د سوګديانا ترانس نومي ازبکي شرکت لخوا پر مخ وړل کېده، چې د یوه منظم مهالوېش له مخې به د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ته ولېږدول شي.
سوداگري
د عراق استخباراتي راپور؛ ایران، افغانستان او ترکیه د قاچاقي تېلو احتمالي بازارونه دي
د راپور له مخې، قاچاق شوي تېل د ځمکنیو او غیررسمي لارو له لارې ایران ته لېږدول کېږي او له چاڼ او پروسس وروسته بېرته بهرنیو بازارونو ته صادرېږي.
د عراق په یوه استخباراتي راپور کې، چې« سکای نیوز عربی » ته رسېدلی ویل شوي، چې د عراق له شمالي سیمو ایران ته د خامو تېلو د قاچاق پراخې شبکې فعالیت کوي او د دغو تېلو چاڼ شوي محصولات د افغانستان او ترکیې په ګډون په بهرنیو بازارونو کې پلورل کېږي.
د راپور له مخې، قاچاق شوي تېل د ځمکنیو او غیررسمي لارو له لارې ایران ته لېږدول کېږي او له چاڼ او پروسس وروسته بېرته بهرنیو بازارونو ته صادرېږي.
په راپور کې راغلي، چې د دغو کړیو اصلي موخه د نړیوالو بندیزونو له پلي کېدا تېښته او د تېلو د محصولاتو له رسمي او قانوني چوکاټونو بهر لېږدول دي.
استخباراتي معلومات ښيي؛ دغه قاچاقي کړۍ د تېلو د لېږد، چاڼ او وېش لپاره له غیررسمي سوداګریزو لارو کار اخلي، چې له مالي څارنې او کنټرولي میکانیزمونو څخه ځانونه پټ وساتي.
د راپور خپرېدل د تېلو د پولې پورې غاړې قاچاق، د ملي سرچینو د زیانمنېدا او په سیمه کې د سوداګریزو لارو د څارنې د تشو په اړه اندېښنې راپارولي دي.
ویل کیږي، چې د لېږدول شویو تېلو د کچې او په افغانستان او ترکیه کې د احتمالي پلور په اړه کره جزئیات خپاره شوي نهدي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر ويلي، د اسلامکلا له ګمرک څخه د نفتي او غیرنفتي توکو ۲۹ موټر د ټیټ کیفیت له کبله بېرته صادرونکي هېواد ته مسترد شوي دي. د یاد دفتر د څرګندونو له مخې، بېرته ستانه شوي توکي د پټرولو ۸، د ډیزلو ۱۷، د بورې یو، د بسکټو دوه او د کاشیو یو موټر رانغاړي. سرچینه زیاتوي، چې یادو توکو د کیفیت اړین معیارونه نهدرلودل او له همدې کبله هېواد ته د ننوتلو اجازه ورنهکړ شوه. د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر زیاته کړې، دغه کړنې د بېکیفیته توکو د واردېدو د مخنیوي، د پېرودونکو د حقونو د ساتنې او د کیفیت د ټاکل شویو معیارونو د پلي کېدو لپاره ترسره شوې دي.
سوداگري
په هرات کې د ۳۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د درمل جوړولو د کارخونو د بنسټ ډبره کېښودل شوه
ټاکل شوې، چې دغه درې ودانۍ به په درې زره مټر مربع ځمکه کې پنځه پوړونه ولري او پر پرمختللیو ماشینونو د بېلابېلو درملو د تولید له وړتیاوو برخمنې وي.
په هرات ولایت کې د ۳۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د «اویسن فارما» درمل جوړولو کارخونې د درې نویو ودانیو د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه او همهاله د دغې فابریکې د سیروم او پیچکاريو د تولید نوې کرښه هم پرانیستل شوه، چې هره ورځ به د۱۰۰زره بستو سیرومو د تولید وړتیا ولري.
ټاکل شوې، چې دغه درې ودانۍ به په درې زره مټر مربع ځمکه کې پنځه پوړونه ولري او پر پرمختللیو ماشینونو د بېلابېلو درملو د تولید له وړتیاوو برخمنې وي.
د دې کارخونې پراختیا او د سیروم او پیچکاريو د تولید نوې کرښې فعالېدل به د هېواد د درمل جوړولو صنعت پیاوړی کړي، کورنی تولید به زیات او د درملو وارداتو ته د افغانستان اړتیا به راکمه کړي.
سوداگري
د بهرنۍ پانګونې د جذب پالیسي تائید شوه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ دفتر څرګنده کړې، چې د دې کمیسیون نوبتي غونډه پرون د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه.
د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون د هر اړخیزې ارزونې او څېړنې وروسته د بهرنۍ پانګونې د جذب پالیسي تائید کړې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ دفتر څرګنده کړې، چې د دې کمیسیون نوبتي غونډه پرون د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د بهرنۍ پانګونې هغه پالیسي وارزول شوه، چې د اقتصادي مرستیالۍ پر مشرۍ یوې کمیټې چمتو کړې وه او د اقتصادي کمیسیون د اندونو او وړاندیزونو په پام کې نیولو سره تائید شوه.
د خپرو شویو څرګندونو له مخې؛ د بهرنۍ پانګونې د بهیر تنظیمول، پانګوالو ته د ډېرو آسانتیاوو او فرصتونو برابرول، د اقتصادي فعالیتونو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول، د پانګونې د امنیت ډاډمنول او د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د زمینې برابرول د دې پالیسۍ مهمې موخې دي.
همداراز، په دې غونډه کې د هېواد په ګمرکونو کې د سوداګریزو وارداتي شرکتونو لهخوا د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه هم تائید شوه.
د مسوولانو د څرګندونو له مخې، د دې طرحې پلي کول به وارداتي شرکتونو ته ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت دفتر زیاته کړې، چې د دې غونډې پرېکړې د وروستۍ پرېکړې لپاره د اسلامي امارت د مشر دفتر ته لېږل شوې دي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
-
تازه خبرونه3 days agoپه تېرو پنځه کلونو کې ۲۰ قوانین او لسګونه تقنیني سندونه خپاره شوي- عدلیې وزارت
-
تازه خبرونه4 days agoآلمان له اسلامي امارت سره د بشري او تخنیکي مرستو پر تعامل ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days agoد امریکا لومړني منتخب مسلمان سناتور له پاکستان سره پر مرستو د بیاکتنې غوښتنه وکړه
-
سوداگري3 days agoد بهرنۍ پانګونې د جذب پالیسي تائید شوه
-
تازه خبرونه2 days agoګوترش اقلیمي بدلونونه د بشریت د بقا لپاره جدي ګواښ وباله
-
لوبی4 days agoافغانستان د لومړۍ ټسټ لوبې د درېیمې ورځې په پای کې له زیمبابوې څخه د ۱۰۲ منډو پر توپیر شاته پاتې شو
-
لوبی4 days agoد اتلانو لیګ په سیالیو کې طوفان هرات، آرمان افسي ته ماتې ورکړه
