Connect with us

تازه خبرونه

د خاص روزګان ولسوالۍ د شخړې په اړه پلاوی وټاکل شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هېواد د ولسمشر په حکم د روزګان ولایت د خاص روزګان د شخړې او خونړیو پېښو د څېړلو او حل لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.

ولسمشرۍ په روزګان ولایت کې شخړو ته قومي بڼه ورپه برخه کړې او د ولسمشر د سلاکار اسدالله فلاح په مشرۍ یې په دې ولایت کې د روانو شخړو د حل او څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.

د دغه پلاوي په ترکیب کې د ولسي جرګې غړی محمد اکبري، په ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار عید محمد احمدي، په دیني چارو کې د ولسمشر سلاکاران مولوي محمد جوره طاهري او مولوي محی الدین بلوڅ، د شخړو د حل او له خلکو سره په اړیکو کې د ولسمشر سلاکار مولوي سید رحمان حقاني پشه یي، د کورنیو او ملي دفاع وزارتونو صلاحیت لرونکي استازي، د ملي امنیت د عمومي ریاست صلاحیت لرونکی استازی، د لویې څارنوالۍ صلاحیت لرونکی استازی، د امنیت او دفاع ریاست استازی، د سیمه ییزو ارګانونو او د ولسمشرۍ د چارو ادارې استازي برخه لري.

د ولسمشر په دغه حکم کې راغلي، چې پلاوی به د رامنځته شوې شخړې جرړې څېړي او څرنګوالي به یې په ګوته او د حل لار به ورته مومي. وروسته به د خپلو موندنو ګزارښ له خپلې طرحې سره یو ځای ولسمشرۍ ته سپاري.

دا په داسې حال کې ده، چې وسلوالو طالبانو له یوې اوونۍ راپدیخوا د دغه ولایت د خاص روزګان پر حسیني او کندلان سیمو بریدونه کړي او څرګندوي، چې د یوه سیمه ییز قومندان عبدالحکیم شجاعي نومي تر قومندې لاندې د هغه له افرادو سره یې جګړه روانه ده.

د دغو وسلوالو بریدونو د غندلو تر څنګ د ولسمشر دوه یم مرستیال درې ورځې وړاندې امنیتي او حکومتي بنسټونه تر نیوکو لاندې ونیول او د اړوند سیمې له خلکو یې وغوښتل، چې د بریدګرو په وړاندې ودریږي، په میړانه خپله دفاع وکړي او ورته تسلیم نشي.

داسې ښکاري، چې لانجه د سیمې د اوسیدونکیو او وسلوالو طالبانو تر منځ ده. کیسه له دې ځایه پیلیږي چې یوه نجلۍ د غزني له مالستان ولسوالۍ څخه خاص ارزګان ولسوالۍ ته تښتي، چې د شخړې لامل ګرځي.

یوه حکومتي سرچینه وايي، چې په پېښه کې نامسوول وسلوال شجاعي ښکېل دي، چې په وسلواله شخړه کې یې پنځوس ولسي وګړي وژل شوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وایي، د روزګان ولایت په اړوند ولسوالیو کې له څو ورځو راپدیخوا ستونزې رامنځته شوط دي؛ ولسمشر یو تازه پلاوی سیمې ته لیږلی، چې ستونزه وڅېړي. وګورو، چې په پای کې څه کیږي.   

وسلوال طالبان د دایکندي ولایت په شهرستان او د غزني په مالستان او اجرستان کې ډېرې سیمې تر څارنې لاندې لري.

ویل کیږي د وسلوالو طالبانو سره قطعه هم په دغو سیمو کې اوسیږي، چې وخت ناوخت په روزګان او غزني کې بریدونه کوي.

 مسوولین وايي، چې د دغو ولسوالیو څخه د وسلوالو طالبانو د ایستلو لپاره افغان ځواکونه لاس په کار شوي دي.

په غزني کې د درېیمې لوا د اوپراسیون امر شفیع الرحمان وایي: اوس د تګ راتګ په ټولو لارو کې خیرخیریت او امنیت خوندي شوی دی. لاره د ملي اردو د ځواکونو تر څارنې لاندې ده او موتر کولی شي، چې د روزګان پر لوري تګ راتګ وکړي.

د روزګان ولایتي شورا ځينې غړي وايي، چې وسلوالو طالبانو له ملکي خلکو سرونه پرې کړي او یا یې پر ډزو وژلي دي.

د ارزګان د ولایتي شورا غړی عبدالعلي حق بین وايي، چې د وسلوالو طالبانو سرې قطعې په سیمه کې پنځوس ولسي وګړي وژلي، چې جسدونه یې تر اوسه پراته دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ حکومت باید ژر تر ژره د دغو ولسوالیو امنیت خوندي کړي.

ویل کیږي، چې د روانو نښتو او شخړو په بهیر کې نږدې ۵۰ ملکي وګړيو ته مرګ و ژوبله اوښتې او له ۴۰۰ ډېرې کورنۍ له اړوند سیمو څخه د غزني مالستان ولسوالۍ ته کډه شوې دي، چې بیړنیو مرستو، خوراکي توکو او سرپناه ته اړ دي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!