بلخ @ps
د خان آباد-کندوز لار ترافیکو ته خلاصه شوه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کندوز ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د خان آباد- کندوز لار ترافیکو ته خلاصه شوې ده.
د کندوز امنیه قومندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ په ډاګه کړې، چې دغه لار له طالبانو څخه د سیمې د پاکولو په موخه د پیل شویو عملیاتو په لړ کې نن د ترافیکو تګ راتګ ته خلاصه شوه.
هغه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې اته وسلوال طالبان وژل شوي او شپږ نورټپیان دي.
نوموړي د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
دغه لار دولس ورځې مخکې طالبانو تړلې وه.