تازه خبرونه

د خان محمد ورډګ پر موټریز کاروان د برید ځاني زیانونه ۶۲ ته لوړ شول

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱, ۱۳۹۹)

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن سهار (دوشنبه د مرغومي لومړۍ) پر فیسبوک څرګنده کړې، چې په کابل کې د ولسي جرګې د غړي خان محمد وردګ پر موټریز کاروان په چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې؛ له بده مرغه په دې چاودنه کې زموږ لس هېوادوال وژل شوي او ۵۲ نورټپیان دي. له ټپيانو یوازې شپږ کسان په روغتون کې بستر دي. پاتې نور له درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

دغه چاودنه پرون د کابل ښار د پېنځمې حوزې د اړوند سپین کلي په څلور لاري کې د خان محمد وردګ پر موترو رامنځته شوې، چې خپله په کې ټپي دی.

امرالله صالح په ډاګه کړې: عیني شاهدانو د خان محمد وردګ د موټرو له رارسیدو څو دقیقې مخکې د یو سراچه موټر له درېدو خبرې کړي دي. په وژل شویو کې یو شپږ کلن ماشوم هم شته.

د طالبانو په ګډون هیڅچا د دې برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

دغه راز د هېواد په ننګرهار، هلمند، بلخ او بدخشان ولایتونو کې هم له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا له چاودنو راپورونه ورکړ شوي دي.

Trending

Exit mobile version