تازه خبرونه

د خبرو اترو میز ته د رسیدو لپاره باید د پرېکړو زغم رامنځته شي

Published

on

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې روان پړاو ته د رسیدو لپاره افغان حکومت او امریکا خورا ستونزمنې، ان مایوسه کوونکي او له زغمه ډکې پرېکړې کړي دي.

له الجزیرې سره په یوه مرکه کې زلمي خلیلزاد څرګنده کړې، چې امریکا او افغان حکومت دواړه له زغمه ډکې پرېکړې کړې دي.

داسې اندېښنې هم راپورته شوي، چې امریکا د افغانانو په خپلمنځی خبرو اترو د طالبانو تله درنده کړې او ښکاره بېلګه یې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو  بندیانو خوشې کیدل دي.

فرانسې او استرالیا پدې وروستیو کې د خپل هېواد د ملکي وګړیو په وژنه کې د شپږ طالب بندیانو له خوشې کیدو سره مخالفت څرګند کړی؛ خو خلیلزاد ویلي، چې متحده ایالات پخپله پدې اړه خوښ ندي، ځکه موږ [ امریکا] د دوی پر نارضایتۍ پوهیږو او له دوی سره خواخوږي څرګندوو. مونږ غواړو، چې هدف  یو سوله ییز افغانستان وي؛ افغانان راټول شي او جګړه پای ته ورسوي. زغم هم باید داسې وي، چې افغانستان نړیوالې ټولنې ته کوم ګواښ رامنځته نکړي او افغانستان نور د نړیوالې ټولنې پر اوږو بار پاتې نشي.

زلمي خلیلزاد په ډاګه کړې: په خواشینۍ، چې ارزښتمن شي ته لاسرسی آسانه ندي. مونږ باید ستونزمن، زړه راکښونکي او له زغمه ډک کارونه ترسره کړو، چې خپلې غوره شوې موخې ته ورسیږو.

هغه ټینګار کړی، چې مخکښې موخې د قربانیو ارزښت لري.

نوموړي په مرکه کې څرګنده کړې، چې اوسنۍ روانې خپلمنځي  خبرې د سولې لاسته راوړلو لپاره تاریخي فرصت دی؛ ځکه، چې د افغانستان خلک له ۴۰ کلنې جګړې ستړي شوي دي!

خلیلزاد وایي، چې طالبانو خپل بریدونه روان ساتلي؛ خو طالبان یې د افغان حکومت پروپاګند بولي.

سره له دې هم خلیلزاد هیله من دی، چې دواړه خواوې خبرو اترو ته چمتو دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه خپلمنځي خبرې د باور رامنځته کولو، د تاوتریخوالي کمولو او د دواړو خواوو تر منځ د اختلافاتو د له منځه وړو په موخه روانې ساتل شوې دي.

خلیلزاد په دې اند دی، چې د خبرو موخه د شخړو د اواري لپاره یو سیاسي فورمول ته رسیدل دي.

Trending

Exit mobile version