تازه خبرونه
د خبرو د بریالیتوب فورمول نرمښت دی – معضوم ستانکزی
د افغانستان د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي مشر ویلي، چې د خبرو د بریالیتوب فورمول نرمښت دی.
د افغانستان د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي او دوه غړيو د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د سولې بهیر په اړه پوښتنو ته د ځواب ویلو ناستې ته پر پوره پاملرنې څرګندوي؛ دواړه خواوې د راتلوونکي نظام په اړه له متضادو روایتونو او برداشتونو سره مخ دي او باالاخره باید د واک په جوړښت کې ټولو لوریو ته د پراخ حضور زمینه برابره شي.
د افغانستان د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي تینګار کړی، چې د خبرو د بریالیتوب فورمول نرمښت دی؛ ځکه، ګې په افغانستان کې د نظامونو د پاشل کېدو عامل انحصار غوښتنه وه او باید په راتلوونکي سیاسي جوړښت کې د خلکو پراخ حضور خوندي شي.
معصوم ستانکزی دې پوښتنې ته، چې آیا د طالبانو په مرکچي پلاوي کې د القاعده له افرادو سره هم مخ دي؟ داسې ځواب وایي: که څه هم په دې اړه خبرې ستونزې جوړوونکې دي؛ ځینې د دې شبکې پر غړیتوب تورن شوي، خو له القاعده سره هیڅکله خبرې نکوو.
د افغانستان د جمهوریت پلوو مرکچي پلاوي یوشمېر غړيو ویلي، چې د خبرو اترو دواړه خواوې به په دوه یم پړاو خبرو کې له سختو روایتونو سره مخ شي.
دوی په دې باور دي، چې د خبرو په کړنلاره کې د ملګرو ملتو پرېکړو ته پر پام د طالبانو روایتونه له ماتې سره مخ شوي دي.
د افغانستان د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي غړی محمد ناطقي ویلي؛ په دې پړاو خبرو کې به له متضادو څرګندونو سره مخ وو؛ هغه سیستم، چې طالبان یې په لټه کې دي د ملګرو ملتونو لخوا رد شوی دی.
د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي بل غړي غلام فاروق مجروح څرګنده کړې؛ طالبانو له امریکا سره د هوکړي له مخې غواړي خیرې وکړي. د افغانستان حکومتي پلاوی د عمومي افکارو او غوښتنو پر بنسټ د خبرو میز ته راغلی دی.