سیمه ییز خبرونه
د خبريالانو قانوني ملاتړ ته به پاملرنه وشي
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت وايي:
په راتلونكي كال كې به د خبريالانو د مصونيت او قانوني ملاتړ په برخه كې يو لړ تدابير په پام كې ونيول شي.
د دغه وزارت مرستيال وايي، چې:
په ۲۰۱۴م كال كې به د خبريالانو په وړاندې احتمالي اندېښنو ته د پاى ټكى كيښودل شي او د مطبوعاتو د آزادۍ په برخه كې به د تېرو يوولس كلونو لاسته راوړنې زيانمنې نه شي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت مرستيال دين محمد مبارز راشدي وايي، چې:
افغانستان په تېر يوولس كلونو كې د معلوماتي تكنالوژۍ او رسنيو په برخه كې ښه پرمختگ كړى دى.
نوموړى زياتوي:
په ۲۰۱۴م كال كې د ولسمشرۍ ټاكنې، د بهرنيو ځواكونو وتل او د امنيتي مسووليتونو ليږد هغه مهم مسايل دي، چې رسنۍ بايد په كي وځليږي.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان له آزادو رسنيو څخه د ملاتړ ادارې د خبريالانو په كاري چاپېريال كې د ستونزو پر شتون اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې:
د نورو ستونزو ترڅنگ حتا ډېر لوړ پوړي دولتي چارواكي نه حاضريږي په آسانۍ خبريالانو ته معلومات وركړي.
دې ادارې له عدليې وزارت څخه غوښتنه كړې، چې معلوماتو ته د لاسرسۍ د قانون مسوده د اړوندو بنسټونو له لارې ولسي جرگې ته د تصويب لپاره وليږي.
