سیمه ییز خبرونه
د خبريالانو له حقونو د دفاع ټولنه: ملی شورا دې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر استجواب کړي
د خبريالانو له حقونو د دفاع ټولنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر مسئولينو نيوكه كوي، چې د اسلامي تمدن د پلازمينې په توګه دغزني د معرفي كېدو د مراسمو خپرول يې ځكه محدود كړي و، چې خپلې ناكامۍ پرې پټې كړي.
د شنبې په ورځ ( د وري ۲۴ ) د ځانګړو مراسمو په ترڅ كې غزنى د اسلامي هېوادونو د تمدن پلازمينه اعلان شوه.
د دغو مراسمو پوښښ پر يوه خصوصي ټلويزيون پورې محدود شوى و.
له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې رئیس صدیق الله توحیدي د اطلاعاتو او كلتور وزارت مسئولين د غزني د مراسمو په اړوند په بې پروايۍ تورنوي.
يو شمېر خبريالان، چې د دغو مراسمو د پوښښ مخه يې نيول شوې وه، وايي چې له دوى سره د قانون خلاف كار شوى دى.
د افغانستان د خبريالانو د ملي اتحاديې او سفما ټولنې مسئولين هم د اطلاعاتو او كلتور وزارت دغه كار غندي.
د خبريالانو د حقونو د دفاع ټولنې مسئولين له ملي شورا غواړي، چې په دې اړوند د اطلاعاتو او كلتور وزير استجواب كړي.
هڅه مو وكړه، چې په دې اړوند د اطلاعاتو او كلتور وزارت د مسئولينو نظر هم تر لاسه كړو، خو له ډېرو هڅو سره سره بريالي نه شوو.
د يادونې وړ ده، چې شپږ كاله پخوا د اسلامي هېوادونو علمي او كلتوري سازمان پرېكړه وكړه، چې غزني په دوه زره ديارلسم كال كې د اسلامي هېوادونو د تمدن د پلازمينې په توګه اعلان كړي.