روغتيا

د خبريالانو ټولنې خبريالانو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو هوکړه ليک لاسليک کړ

د دې ټولنې په فيسبوک پاڼه کې ليکل شوي، چې د سې‌شنبې پر ورځ د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې مشر حجت الله مجددي د یوه  خصوصي روغتون له مشر سره په يو لړ مراسمو کې د دې هوکړه ليک د لاسليک پر مهال د رسنیو ټولنې لپاره د روغتیایي خدمتونه د پوره ښه‌والي له هڅو ډاډ ورکړ.

Published

on

د افغانستان ازادو خبريالانو ټولنه وايي، دې ټولنې خبريالانو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په کابل کې له يوه خصوصي روغتون سره درې کلن هوکړه ليک لاسليک کړ.

د دې ټولنې په فيسبوک پاڼه کې ليکل شوي، چې د سې‌شنبې پر ورځ د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې مشر حجت الله مجددي د یوه  خصوصي روغتون له مشر سره په يو لړ مراسمو کې د دې هوکړه ليک د لاسليک پر مهال د رسنیو ټولنې لپاره د روغتیایي خدمتونه د پوره ښه‌والي له هڅو ډاډ ورکړ.

دغه هوکړه لیک، چې د ژورنالیستانو او د هغوی د کورنیو د نږدې غړیو (پلار، مور، ورور، خور، میرمن او ماشومانو) لپاره پر ځانګړي تخفیف ( له ۵۰ تر ۷۰ سلنې ) د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره لاسلیک شوی دی.

Trending

Exit mobile version