سیمه ییز خبرونه
د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى سل په سلو كې زيات شوى دى
په ۲۰۱۳ كال كې د تېر كال په پرتله په افغانستان كې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى سل په سلو كې زيات شوى دى.
د افغانستان د ازادو رسنيو څخه د ملاتړ اداره يا نى د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي، چې د روان كال په لومړيو پنځو مياشتو كې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي څلوېښت پېښې ثبت شوې دي، چې د تېر كال په پرتله زياتوالى ښكاره كوي.
د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره يا نى په هېواد كې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر زياتېدو او د دولت له خوا د بيان ازادى ته پر پېښو ګواښونو اندېښنه ښكاره كوي.
د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ يا نى ادارې رئيس صديق توحيدي وایی:
د تېر كال په پرتله د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې سل په سلو كې زياتې شوې دي.
خو د اطلاعاتو او كلتور وزارت معين دين محمد مبارز راشدي بيا د دولت له خوا د بيان د ازادۍ د مخنيوي ادعا ردوي.
په همدې وخت كې د اطلاعاتو او كلتور وزير سيد مخدوم رهين كه څه هم په هېواد كې د رسنيو د فعالیت پر پراختيا خوښې څرګندوي خو وايي:
په يو شمېر مواردو كې خبريالان غېر مسلكي چلند كوي او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره خلك د دولت او ځانګړو شخصيتونو پر وړاندې هڅوي.
له دغو ستونزو سره سره يو شمېر نورو خبريالانو بيا په ملي شورا كې د خبريالانو تر مېنځ د همغږى او د دوى له حقوقو څخه د دفاع په موخه د خبريالانو كمېټه جوړه كړه.
له همدې سره د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې يا نى د بيان د ازادۍ او رسنيو د ازادۍ د ورځې په وياړ د يو شمېر رسنيو كاركونكې وستايل.
د اريانا ټلويزيون خبريالانو هر يو عبدالوكيل نايبي، مسافر قوقندي، او محمد الله مومن زاده د غوره خبريالانو، وارث حسرت او خوشحال اصفي د اريانا ټلويزيون وياندويانو د دغه بنسټ څخه د غوره وياندويانو ډالى تر لاسه كړې.