سیمه ییز خبرونه

د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ستره برخه د امنيتي ځواكونو له خوا تر سره كېږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كورنيو چارو وزارت يوه ځانګړې څانګه جوړوي څو د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي دوسيې وڅېړي. د دې وزارت مسئولين وايې، ټاكل شوې د كورنيو چارو وزير د پوليسو قوماندانانو ته امر وكړي، چې خبريالانو ته پر معلوماتو د لاس رسي زمينې برابرې كړي.

له آزادو رسنيو د ملاتړ د بنسټ(نى) رئيس صديق الله توحيدي وايې:

په وروستۍ يوه اوونۍ كې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى د پام وړ زيات شوى دى.

دا بنسټ همدارنګه زیاتوي، چې په دې موده كې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي اته پېښې ليدل شوي، چې دوه يې وسله وال تاوتريخوالي دي.

بل خوا د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايې:

يوه څانګه به جوړه كړي، چې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي دوسيې وڅېړي.

د دې وزارت د مسئولينو په وېنا، د كورنيو چارو وزير به د پوليسو قوماندانانو ته امر وكړي، چې پر معلوماتو د لاس رسي په برخه كې له خبريالانو سره جدي همكاري وكړي.

بل خوا له رسنيو څخه د ملاتړ بنسټ د اطلاعاتو او كلتور وزارت له خوا پر معلوماتو د لاس رسي د قانون په مسوده كې د دوو مادو د تعديل په برخه كې پر شوي وړانديز اندېښنه ښيي.

دا بنسټ وايې، په دې برخه كې هر ډول اقدام به، چې په كې له مدني بنسټونو او د خبريالانو له بنسټونو سره مشوره شوې نه وي، خطرناك كار دى.

له رسنيو څخه د ملاتړ د بنسټ د رپوټ له مخې، له خبريالانو سره د پېښو په ځاى كې د تاوتريخوالي ستره برخه د امنيتي ځواكونو له خوا تر سره كېږي او دې چارې د را روانو ټاكنو په درشل كې د خبريالانو اندېښنې را ولاړې كړې دي.

Trending

Exit mobile version