سیمه ییز خبرونه

د خبريالانو پر وړاندې د زورزياتي د پېښو د څېړنې لپاره ځانګړى كميسيون ګمارل شوى دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سید مخدوم رهين وايي، چې د ولسمشر له خوا د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د دوسيو د څېړنې لپاره ځانګړى كميسيون ګمارل شوى.

په كابل كې د مطبوعاتو نړيواله ورځ د يو زيات شمېر خبريالانو، شنونكو او فرهنګيانو په حضور كې ونمانځل شوه.

په دې مناسب جوړې شوې غونډې كې ځينې خبريالان د ښو فعاليتونو له امله وستايل شول.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سید مخدوم رهین ټينګار كوي، چې د خبريالانو د ژوند خونديتوب د حكومت مسئوليت دى، او پر حكومت يي له دې كبله نيوكه وكړه، چې د خبريالانو د وژنې او د دوی پر وړاندې د زورزياتي دوسيې نه څېړي.

خو نوموړي همدا راز زياته كړه، چې د خبريالانو پر وړاندې د زورزياتي د پېښو د څېړنې لپاره ځانګړى كميسيون ګمارل شوى دى.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير كه څه هم په تېرو ۱۳ كلونو كې د خبريالانو او رسنيو كارونه وستايل، خو پر ځينو رسنيو يي د ځينو سريالونو د خپرېدو له كبله نيوكه وكړه.

د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې رئيس عبدالحمید مبارز او د پوهنتون استاد هاشم عصمت الهي د هېواد په بدلونونو كې د رسينو رول بې سارى وباله.

په غونډه كې همدا راز د خبريالانو پر روان وضعيت اندېښنه ښكاره شوه او په دې اړه خبرې وشوې.

خبريالانو همدا راز له نوي حكومت څخه غوښتنه وكړه، چې د بيان آزادي ته درناوى وكړي.

Trending

Exit mobile version