سیمه ییز خبرونه

د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي زياتېدل د ټاكنو پر مهال سانسور ته لاره هواروي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره (نى) وايي، چې د ټاكنو په درشل كې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي زياتېدل ښايي د اطلاع رسولو پر بهير ناوړه اغېز وكړي.

په داسې حال كې، چې د ټاكنو پر وخت د دقيقو او پروخت معلوماتو د خپراوي اړتيا ده، خو په ورته وخت كې د خبريالانو په وړاندې تاوتريخوالى مخ پر زياتېدو دى.

د نى د ادارې رئيس صدیق الله توحيدي وايي، د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي زياتېدل د ټاكنو پر مهال سانسور ته لاره هواروي.

په همدې وخت كې وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبردارى وركړى، چې ټاكنې به ګډې وډې كړي.

د نى اداره له دولت څخه غواړي، چې د ټاكنو پر وخت د خبريالانو خونديتوب ته جدي پام وكړي.

دغو پېښو سر له اوسه پر خبريالانو ناوړه اغېز كړې.

دوى ته له يوې خوا ګواښونه متوجه دي له بلې خوا بايد دقيق معلومات خلكو ته ورسوي.

دا په داسې حال كې ده، چې د سې شنبې په ورځ ( د کب ۲۰ ) په كابل كې يو سويډنى خبريال د وسله والو كسانو په ډزو ووژل شو او په بلخ كې يو بل ازاد خبريال د نامعلومو كسانو لخوا ووهل شو.

Trending

Exit mobile version