تازه خبرونه

د خبریالانو نړیوال فډراسیون د افغان خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

Published

on

د خبریالانو نړیوال فډراسیون (IFJ) په غزني کې پر افغان خبریال رحمت الله نیکزاد برید غندلی او له حکومت یې غوښتي، چې د خبریالانو خوندیتوب ډاډمن کړي.

د سې شنبې پر ورځ د دغه فډراسیون په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې فډراسیون د عمومي منشي آنتوني بالینګر د څرګندونو له مخې څرګنده شوې، چې افغانستان په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د رسنیو د ۸ کارکوونکیو د وژل کیدو له کبله یو ځل بیا د خبریالانو د نه خوندیتوب کچه یو ځل بیا راټیټه شوې ده. په داسې حال کې، چې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د رسنیو شپږ کارکوونکي وژل شوي وه.

بالینګر زیاته کړې؛ د خبریالانو نړیوال فدراسیون یو ځل بیا له حکومت غوښتي، چې په دې ناکراره چاپېریال کې د خبریالانو خوندیتوب ډاډمن او په اړه یې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د افغانستان د خبریالانو خپلواکې شورا هم پر رحمت الله نیکزاد برید غندلی او دا یو بشري جنایت بولي له حکومته یې غوښتي، چې عاملان یې ونیسي او د خپلو اعمالو پر سزا یې ورسوي.

ژورنالیست، انځورګر او د غزني خبریالانو شورا مشر رحمت الله نیکزاد پرون خپل کور ته نږدې د ناڅرګندو وسلوالو پر ډزو وژل شوی دی.

د خبریالانو نړیوال فډراسیون د څرګندونو له مخې؛ نیکزاد هغه مهال درې ګولۍ  پر سینه ولګېده، چې له خپل کور ته نږدې جومات ته پر لاره و.

هیچا تر دې دمه د پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

نیکزاد په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې له رسنیو سره کار پیل او د اسوشیټیډ پریس، الجزیرې او یو شمېر نورو رسنیو سره یې کار کړی و.

الجزیرې په یوه ټویټ کې پر نیکزاد برید غندلی او څرګندوي، چې دوی د رسنیو د یوه پخواني انځورګر پر وژلو خواشیني شوی او دغه ډګر ته یو لویه ضایع ده.

Trending

Exit mobile version