تازه خبرونه

د خبریالانو په وړاندې 50% تاوتریخوالی پټ ساتل شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مطبوعاتو نړیواله ورځ په هیواد کی پداسی حال کی لمانځل کیږي چی د رسنیو پر وړاندی تاوتریخوالي کچه ورځ په ورځ مخ په ډیریدو ده.

د خبرنګارانو د حقوقو بنسټونه د یوی څړینی په ترسره کولو سره موندلي چی د خبرنګارانو پر وړاندی تاوتریخوالی ۵۰ سلنه تر اوسه په رسنیو کې نه دی خپور شوی.

د افغانستان د خبریالانو اتحادیه مشر عبدالحمید مبارز په هیواد کی د رسنیو لپاره نیمګړې ازادي خطرناک بولي او وایي؛ د دیموکراسی بقا لپاره باید د بیان آزادی کلیو ته ورسیږي.

تر هغو چې د بیان آزادي په کلیو کې عملي نه کړو او هلته د بیان د ازادۍ په اړه ورکشاپونه په لاره وانه چوو، نه شو کولای ووایو چې آزدي په ټول هیواد کې شتون لري.

د افغانستان د آزادو رسنیو د څار د بنسټ ریس صدیق الله توحیدی ټینګار کوي چې د خبریالانو په وړاندې نیمایي پیښې له خللو او رسنیو څخه پټې ډي او زیاتوي چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي عاملین نه مجازات کيږي.

له بلی خوا حکومتی بنسټونه وایي؛ په افغانستان کی د رسنیو د فعالینو لپاره هیڅ ډول محدودیت نشته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق الله صدیقی:

کومې ستونزې چې تاسو ورسره مخ شوي یاست، سیستماتیکې نه دي؛ بلکې هغه ستونزې دي چې د اشخاصو او افرادو د سلیقو زېږنده وې چې بدبختانه د دې سبب شوي چې تاسو خبریالان په خپل کار کې ستونزې ولرئ.

د خبریالانو پر وړاندی د تاوتریخوالي ۱۵۰ پیښی د ۲۰۱۴ م کال د می د ۳ نیتی تر ۲۰۱۵ کال د می تر ۳ نیتی پوری ثبتی شوي چی ۴ پیښی یی مړه شوي دي.

خیریال: وحید نویسا

Trending

Exit mobile version