تازه خبرونه

د خبریال فردین امیني مرګ پوښتنې راپورته کړې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۲, ۱۳۹۹)

د آریانا نیوز د خبریال ارواښاد فردین امیني مرګ بېلابېلې پوښتنې راپورته کړي دي.

حکومت دغه پېښه جنايي کړنه بولي او څرګندوي، چې خپله مرۍ او حلق پر څنډیزې تیږې پرې کړی او په اړه یې څېړنې روانې دي.

ډېري پوښتي، چې بولیسو له څېړنې مخکې څنګه د هغه مړینه ځانوژنه یاده کړې ده.

سخي داد، چې د فردین امیني ساه ورکول یې لیدلي ویلي، چې د امیني د ژغورنې ټولې هڅې بې ګټې وې.

هغه په دې اړه زیاته کړې: پر یوې وسیلې یې غوښتل ځان له منځه یوسي؛ هر څوګ به، چې ورنږدې شو پر هغه به یې برید کاوه.

له دې پېښې څخه ترلاسه شوي انځورونه هم ښیي، چې یو شمېر خلک له دې حالته ویډیو اخلي او هغه ته  نه نږدې کیږي.

د هغه په ​​ژغورلو کې د پولیسو چلند هم نامناسب دی او مسلکي نه ښکاري.

د بېلګې په توګه؛ پولیس د پېښې په اړه له څېړنو مخکې دا پېښه ولې ځانوژونه بولي؟ آیا هغه پخپله پر تیږې غاړه او حلق پرې کړی؟ آیا هغه تیږه شته؟ آیا پدې اړه کومه تخنیکي څېړنه پرې تر سره شوې ده؟ ولې د هغه جسد عدلي طب ته ندی سپارل شوی؟ داسې او نورې پوښتنې رامنځته شوې دي.

د ارواښاد د ماتم او فاتحې مراسم نن په کابل کې ترسره شول، چې یو شمېر فرهنګي شخصیتونو، د دولت ویاندویانو، پخوانیو چارواکو او عامو خلکو فردین امیني ته د دعا په مراسمو کې ګډون وکړ.

د ارواښاد کورنۍ غړیو د پولیسو او امنیتي مسوولینو د ځانوژنې خبرې رد کړي او د ارواښاد فردین امینې مړینه د پوښتنې وړ بولي.  

د ارواښاد فردین امیني د مرګ په تړاو د ولسمشر لومړي مرستیال او د کابل امنیتي مسوول امرالله صالح  ویلي، چې که دا ویرجنه کورنۍ دا مرګ مرموزه وژنې بولي او په اړه یې اسرار لري؛ نو بیا پولیس باید د دوی د ښځو په ګډون د کورنۍ ټول غړي څېړنو ته راوغواړي. د امرالله صالح دا څرګندونې هم ګواښوونکې انګېرل شوې دي.

فردین امیني د آریانا او آریانا نیوز ټلویزیونونو ویاند او د سیاسي خپرونې چلوونکی و، چې د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه تېره ورځ د لیندۍ پر ۲۱ د سهار پر لس بجو د کابل ښار د میرغلام ښارګوټي په اړوند سیمه کې رامنځته شوې او ارواښاد په ایمرجنسي روغتون کې ساه ورکړې او پر همدې ورځ د کابل ښار په یوه څنډه کې خاورو ته وسپارل شو.

په هره توګه رامنځته شوي حالت خبریالان تر جدي روحي او رواني فشار لاندې راوستي او کاري چاپېریال یې ورته ستونزمن کړی دی.

Trending

Exit mobile version