تازه خبرونه

د ختيځو ولایتونو يو شمېر خبریالان پر رواني ناروغيو اخته دي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۹, ۱۴۰۰)

یو شمېر ختيځ میشتو خبریالانو ویلي؛ یو شمېر خبریالانو ته رواني ناروغۍ رامنځته شوي، چې لامل یې د سیاسي بدلون له کبله د يو شمېر رسنیو بندېدل، د خبریالانو بې روزګاره کیدل، بېوسي او بېوزلي ده.

په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب له دوه ورځني ورکشاپ له پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ويلي؛ په هيواد کې له وروستي سیاسي بدلون راپدیخوا د ختیځ زون يو شمېرخبریالانو خپلې دندې د لاسه ورکړې، چې له کبله یې نه يوازي خبریالان او خبریالانې له اقتصادي ستونزو سره مخ شول، بلکې ځيني یې پر رواني ناروغيو هم اخته شوي دي.

که څه هم اسلامي امارت د رسنیو آزادۍ او اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې ژمنتیا څرګنده کړې؛ خو د نورستان خبریال بشیر احمد احمدي اطلاعاتو ته د نه لاسرسي او محدودیتونو يادونه کوي.

ختیځ میشتې خبریاله آرزو وايي په يو شمېر ولایتونو کې اطلاعاتو ته لاس رسي سخت شوي ، چې له کبله يې خبریالان له جدي ستونزو سره مخ دي.

هغه له مسوولینو غواړي، چې د خبریالانو پروړاندې دې پرتې ستونزې ژر حل کړي.

په ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټي مشر محمد یوسف ظریفي ويلي، چې د وروستي سیاسي بدلون له کبله د هېواد په ختیځ زون کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخولي ۱۵ پېښې ثبت دي، اووه رسنۍ تړل شوي او لسګونه خبریالان بې روزګاره شوي دي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ځایي خبریالانو ته د امنیت او خوندیتوب ډاډ ورکوي او د هر راز همکاریو تر څنګ یې اطلاعاتو ته د لاسرسي ژمنه هم وکړه.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټي د مسوولینو د معلوماتو له مخې: که په ختيځه سیمه کې د سیمه ییزو رسنیو ملاتړ ونشي: لرې نده، چې ګڼې نورې به هم وتړل شي او له کبله به یې يو زیات شمېر پر کار بوخت خبریالان بې روزګاره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د رسنیو لپاره د بهرنیو مرستو د راجلبولو هحې پیل کړې دي.

Trending

Exit mobile version