تازه خبرونه

د خصوصي سکتو غړیو په یوه لاریو کې د جوبایډن وروستۍ پرېکړه وغندله

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۲۷, ۱۴۰۰
په سلګونه صرافانو او د خصوصي سکتورغړیو نن په یوه لاریون کې د امریکا د ولسمشر بایدن وروستی پرېکړه وغندله او له نړیوالې ټولنې یې د افغانستان د ملت د شتمنیو د آزادېدو غوښتنه وکړه.
 

لاریونکوونکی روح الله وایي؛ مونږ له ملګرو ملتونو غواړو، چې د افغانانو پيسې بېرته افغانانو ته وسپاری؛ ځکه، چې مونږ پخپله ډېرې ستونزې لرو.

عبدالمتین نومي ویلي؛ د امریکا د ولسمشر پرېکړه د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل دی. مونږ افغانان په هیڅ صورت خپله پانګه امریکایانو ته نه پریږدو.

د افغانستان د خصوصی سکټور او شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې غړي بیا وایی، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په بریدونو کې افغانان او أفغانستان هیڅ لاس نه درلود او امریکا نشی کولی له کوم ثبوت پرته د افغانانو پيسې د غرامت په توګه خپلو ولسونو ته ورکړی.

لاریونوالو خپلې غوښتنې په کابل کې د ملګري ملتونو استازولۍ ته وسپارلې.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مشر قاضي میر افغان ساپي څرګنده کړې: مونږ له نړیوالی ټولنې غواړو، چې د افغانانو پيسې دې بېرته افغانستان ته واستوی او امریکا د ولسمشر وروستی اقدام د تولو نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې غړی عبد الرحمان ځیرک وایي: دغه درې عشاریه پېنځه ميلیارډ دالر، چې د امریکا ولسمشر خپل ملت ته د غرامت لپاره ځانګړي کړي؛ د افغانانو حق دی، چې باید بېرته افغانانو ته ورکړ شی.

د اقتصادی  چارو کارپوهانو هم له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د امریکا د ولسمشر د دې پرېکړې مخنیوی وکړي او د دې ورستي  فرمان  د عملی کیدو مخنیوی دی وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه دېره ظالمانه او له کینې ډکه بولي او وایي، چې د ټونو نړیوالو سیاسی او اقتصادي اصولو خلاف عمل دی او د بښنې وړ هم ندي.

د اړوند چارو پوهانو ویلي، چې افغانستان پخپله له فقر او بېوزلی سره مخ دی او د امریکا لخوا دا درې نیم میلیارډ دالر ونیول به په هېواد کې  د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو لمن  نوره هم پراخه کړی او مسوولیت  به یې هم  د نړیوالې تولنې پر غاړه وي۔

Trending

Exit mobile version