سیمه ییز خبرونه
د خلكو ملاتړ د امينت په ټينگښت كې اغېزناك رول لري
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په بغلان كې امنيتي چارواكي وايي،د خلكو ملاتړ دامينت په ټينگښت كې اغيزناك رول لري .
په بغلان كې امنيتي ځواكونو د دغه ولايت په مركزي بغلان ولسوالۍ كې د برښنا، يو په نامه كډ عمليات پيل كړي،چې تراوسه يې څو كلي د دولت له وسله والو مخالفينو پاك كړي.
د بغلان امنيه قوماندانۍ امنيت آمر عبدالرشيد بشير وايي:
ډېر هغه وسله وال، چې له دوى سره په جگړه كې ماتې خوري كندز ته تښتي .
د شاهين قول اردو د درېيمې لوا د لومړي كنډك قوماندان عبدالودود پيگير د خلكو د ژوند د هوساينې له پاره چمتو دی، چې د وسلوالو پرضد مبارزه وكړي .
د بغلان امنيتي مسوولين وايي، د برښنا يو په نامه گډ عمليات له دوه ورځو راپديخوا پيل شوي او د دښمن ترپاكولو به دوام وكړي .