تازه خبرونه
د خلكو په همكارۍ د مالدارۍ او كرنې د پراختيا پروگرام پيليږي
په كابل، لوگر او پروان ولايتونو كې د خلكو په همكارۍ د مالدارۍ او كرنې د پراختيا پروگرام پيليږي.
د كرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ وزير وايي، د دې پروگرام اصلي موخه د دغو ولايتونو په كليوالي سيمو كې د بېوزلۍ ټيټول او څه باندې ۱۷۰زره كورنيو په ځانگړي توگه ښځو ته د كار روزگار موندل دي.
د كرنې، اوبو لګولو او مالداري وزير محمد آصف رحیمي د دې پروگرام د تطبيق لپاره د ملگرو ملتونو د خوراك له نړيوالې ادارې، په وچو ځمكو كې د څېړنې له نړيوالې موسسې يا( ایکاردا) او د حيواناتو د روغتيا له هالنډي كميټې سره درې تړونونه لاسليك كړل.
د نوموړي په وينا، د مالدارۍ او كرنې د پراختيا په نوي پروگرام كې، چې د دې وزارت له خوا پر لار اچول شوى؛ د زيربناوو، كرنې او مالدارۍ په پراختيا او د ځوانانو د وړتياوو پر لوړولو تمركز شوى.
ښاغلى رحيمي وايي، د دې پروگرام پر تطبيق اته پنځوس ميليون دالر لگيږي، چې د كرنې د پراختيا د نړيوال صندوق له خوا وركول كيږي.
د كابل والي عبدالجبار تقوا وايي، په شنو سيمو كې د زور واكو له خوا د خپلو گټو لپاره د استوگنې د ښارگوټو جوړول هغه ننگونه ده، چې حتا د قانون د تنفيذ بنسټونه هم ورسره مبارزه كې پاتې راغلي دي.
د پروان والي عبدالبصیر سالنگي وايي، د زور واكو له خوا د شنو سيمو بدلون پراستوگنځيو هغه ننگونه ده، چې بايد ور سره مبارزه وشي او د قانون جوړولو بنسټونه قوانين جوړ كړي، چې پر بنسټ يي آن د ځمكو خاوندان د دې حق ونه لري، چې شين چاپېريال د استوگنې پر محلاتو واړوي.
د شخصي او دولتي ځمكو د غصب ستونزه څه نوې خبره نه ده. په وروستيو دولس كلونو كې له دې ستونزې سره څومره، چې په كار وه مبارزه نه ده شوې، بلكې د دولت ضد او نقيض اقدامات د دې سبب شوي، چې دا ستونزه نوره هم پراخه او عاملان يي وهڅول شي.