سیمه ییز خبرونه

د خليل زاد خيريه بنسټ د كابل پوهنتون له ليليي سره د خواركي توكو مرسته وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د خليل زاد خيريه بنست د خپلو مرستو پر دوام دا ځل د كابل پوهنتون له ليليې سره د خواركي توكو مرسته وكړه.

د كابل پوهنتون ريس حبيب الله حبيب وايي:

دغه مرسته د هغه تړون له مخې شوې، چې دوه كاله وړاندې د كابل پوهنتون او خليلزاد خيريه بنست تر منځ لاسليك شوى و، چې له دې مرستو مننه كوو.

د كابل پوهنتون رييس وايي، چې دغه مرسته به په ليليه كې د ميشتو محصلينو يو څه ستونزې هوارې كړي.

بل خوا زلمى خليل زاد وايي، چې د شته ستونزو تر څنگ په پوهنتونونو كې د ځوانانو شتون دا هيلې پيدا كوي، چې د افغانستان راتلونكې به ښه وي.

ښاغلى زلمى خليلزاد، چې د يو شمېر محصلينو او استادانو په منځ كې يې خبرې كولې په پوهنتونونو كې يې د ځوانانو د شتون ستاينه وكړه  او زياته يې كړه، چې دغه ځوانان د افغانستان  د راتلونكې په اړه هيلې  نورې هم زياتوي.

نوموړي همدا راز په كابل پوهنتون كې د دغه بنسټ له خوا د يو شمېر نورو پروژو د پيليدو خبر وركوي او زياتوي، چې د خليل زاد خيريه بنسټ به په راتلونكې كې هم له كابل پوهنتون سره خپلو مرستو ته دوام وركړي.

Trending

Exit mobile version