تازه خبرونه

د خلکو د حق د تر لاسه کولو لپاره مدني حرکتونه غوره لاره ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د خلکو د حق د تر لاسه کولو لپاره مدني حرکتونه غوره لاره ده. د کورنیو چارو وزارت مسئولین وایي، چې په ښارونو کې له داسې حرکتونو ډډه وشي، چې عامه نظم ګډوډ کړي او دښمن ته د استفادې زمینه برابره کړي.
د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو لومړنۍ پایلې اعلام شوې اشرف غني احمدزی ۵۶ سلنه او عبدالله عبدالله ۴۳ سلنه رایې خپلې کړې په دې ترتیب سره اشرف غنی احمدزی له ډاکتر عبدالله عبدالله مخکښ دی.
د پایلو له اعلام څو دقیقې وروسته د دواړو کاندیدانو پلویان واټونو ته ووتل، او شعارونو يې ورکول.
خو د کورنیو چارو د وزارت د جنایې جرمونو مشر عبدالغفار دا ډول غبرګونونه د حل لاره نه بولې او د دې ډول حرکتونو عاملینو ته خبرداری ورکوي، چې له دوې سره به جدې چلند به وشي.
په همدې حال کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکې هم دا ډول غبرګونونه د افغانستان په ګټه نه بولې او وایې، دا خوځښتونه یواځې دښمن ته د ناوړې استفادې زمینه برابروي.
ټاکنیز کړکېچونه او د خلکو غبرګونونو هغه مهال زور واخیست، چې د ولسمشریزو ټاکنو یو کاندید د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره خپله اړیکه پرې کړه او لومړنی پایلې یی ونه منلې.
دا چې دا کړکېچونه به تر کله دوام وکړې د وقت په تېرېدو سره به روښانه شي.

Trending

Exit mobile version