تازه خبرونه
د خلکو د هوساینې لپاره د اسلامي امارت هڅې اغېزمنې پایلې لري
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د اقتصادي ودې او اداري فساد د له منځه وړلو، د نشهیي توکو د کښت د بندولو او د خلکو د هوساینې او عامه نظم د ښهوالي په برخه کې د اسلامي امارت تدبیرونه ګټورې پایلې لري.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په امنیتي، اقتصادي، اداري فساد او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او وایي؛ افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی او نړیواله ټولنه اندېښمنه ده، چې چارسمبالی حکومت به دا ننګونې څنګه حل کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ اوس د دې وخت راغلی، چې چارسمبالی حکومت د افغانانو د هیلو او د نړیوالې ټولنې د غوښتنو د پوره کولو لپاره پرېکنده عمل وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماونینګ وایي: مونږ هیله من یوو، چې طالبان به د خلکو د هیلو په پوره کولو، د افغانانو په ملاتړ او د نړیوالې ټولنې د مشروع غوښتنو له منلو سره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي. لکه څنګه، چې د چارسمبالي حکومت سیاستونو د اقتصاد په وده او پرمختګ کې ګټورې پایلې درلودې؛ حکومت به داسې پالیسي غوره کړي، چې په پایله کې به یې نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي او له ګاونډیو او نړۍ سره به د افغانستان دیپلوماتیکې اړیکې پیاوړې شي.
چین له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره دې د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنو ته پاملرنه وکړي.
اسلامي امارت د افغانستان د حالاتو او په تېرو دوه کلونو کې د امارت د لاسته راوړنو د درک کولو له کبله له چین ستاینه کوي او ټینګار کوي، چې د نړۍ مشروع غوښتنو ته درناوی لري او شته نیمګړتیاوو ته به هم رسیدنه وشي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازي په دې وروستیو کې د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت غواړي مشروعیت ترلاسه کړي؛ خو هغه ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه غواړي د ښځو او نجونو پر کار او زدهکړو بندیزونه لرې کړي او همدارنګه غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې چارسمبالی حکومت یو باثباته افغانستان جوړوي، له خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره په سوله ییزه هماهنګۍ کې پرځای ګامونه اخلي او د یو ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د افغانانو هیلې پوره کوي.