د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده په کندهار کې د افغانستان د ټولو ولایتونو د فقهې شوراګانو چارواکو، غړو او عالمانو دوه ورځني سیمینار ته د وینا پرمهال ویلي؛ عالمان باید علم زده کړي او د خلکو لارښوونه به په اخلاقو، علم او ادب کې کوي.
د اسلامي امارت رهبر زیاته کړې؛ د خلکو هدایت او لارښوونه اوس د علمانو مسوولیت دی او دا د دوی مسوولیت دی، چې خلکو ته د شریعت په رڼا کې لار وښيي.
شیخ هبةالله آخوندزاده ټینګار کوي:« اوس علماء کرامو ته د ښه خدمت زمینه برابره ده؛ حلالو ته حلال او حرامو ته حرام ویلی شي، نو علم زده کړئ، خلکو ته یې ورسوئ او په خلکو کې علم عام کړئ. اوس د دین د کامیابه کېدو مسوولیت د علماوو پر غاړه دی او دا د دوی مسوولیت دی، چې خلک پر دین پوه کړي.»
د اسلامي امارت رهبر وایي: « یو له بل سره مخالفت ونکړئ. د خلکو تر منځ د اختلافاتو په پای ته رسولو کې کوښښ وکړئ. د دنیا تمه مه کوئ، حق پټ نکړئ، امربالمعروف او نهي عن المنکر کوئ، تاسې د عامو خلکو استازي یاست، د خلکو او د مسوولانو اصلاح به کوئ، د خلکو درته امید دی، شریعت پخپلو ځانو عملي کړئ، چې خلک تاسې وویني او ستاسې تقلید وکړي. علماء او چارواکي باید لومړی د اسلامي امارت لهخوا صادر شوي احکام پخپله پلي کړئ او بیا یې خلکو ته تشریح کړئ. خلکو ته احکام او قوانین ورسوئ، دوی ته له دې احکامو خبر ورکړئ؛ حیثیت او اهمیت یې ورته تشریح کړئ.»