پرمختګ او بشپړتیا
د خنډمنو له شتون سره سره ښوونه او روزنه ښه پرمختگ كوي- حامد كرزى
افغان ولسمشرحامد كرزي نن په كابل كې يوځل بيا له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې:
د ښوونځيو له تړلو او د زده كوونكيو له وژلو دې لاس واخلي.
نوموړي، چې د نيما انسټيټيوت د محصلينو د فراغت په مراسمو كې خبرې كولې وويل:
يوشمېرعناصر شته، چې د افغانستان د پرمختگ مخه نيسي؛ خو بيا هم په هېواد كې د ښوونې او روزنې بهير په ښه توگه پرمختگ كوي.
د پوهنې وزير وايي، چې:
د ښوونيزو بنسټونو د پراختيا په موخه هڅې روانې دي .
افغان ولسمشر، چې د نيما انسټيټيوت د ادارې او منجمنټ د محصلينو د فراغت په مراسمو كې يې خبرې كولې وويل:
علم او پوهې ته د ځوانانو لاس رسى له اقتصادي پلوه د افغانستان ستونزې هوارولى شي او ورسره د خلكو په ژوند كې مثبت بدلونونه راتلى شي .
ولسمشر، چې د دغه انسټيټيوت فارغين يې كار او هېواد ته د خدمت لپاره هڅول له وسله والو طالبانو يې يو ځل بيا وغوښتل، چې د زده كوونكيو له وژلو او د ښوونځيو له تړلو لاس واخلي.
افغان ولسمشر وويل:
د ده د حكومت د لس كلنې دورې پايله دا ده، چې اوسمهال ورځ تر بلې افغان ځوانان د لوړو زده كړو له نعمت څخه برخمن كيږي .
د نيما انسټيټيوت درې كاله وړاندې د يو بهرني هېواد په مرسته جوړشوى او په بېلابېلو برخو كې يې د خپلې لومړۍ دورې فارغين ټولنې ته وړاندې كړل.
د پوهنې وزيرفاروق وردگ وايي، چې:
په دې پړاو كې له ۱۴۱۰ تنو څخه يې ۱۰۵۰ تنه وتوانيدل، چې بريالي شي او د فراغت سندونه تر لاسه كړي .
افغان ولسمشر له دغو فارغينو سره ژمنه وكړه، چې دوى ته به په دولتي ادارو كې د كار د زمينې برابرولو لپاره د وزيرانو شورا ته بشپړ ټينگار وړاندې كړي .
ولسمشر حامد كرزي په دې مراسمو كې د ځوانانو له خوا د حماسي ترانو له اوريدو وروسته له دولتي او ټولو خصوصي ټلويزيونونو وغوښتل، چې د بهرنيو سندرو د خپرولو پرځاى دې د ځوانانو حماسي ترانې خپرې كړي .
افغان ولسمشر په داسې حال كې له دغو فارغانو سره په دولتي ادارو كې د جذبولو ژمنه وكړه، چې له دې وړاندې د پوهنتونونو او نورو تحصلي بنسټونو سلگونه فارغان له فراغت ورسته له بې روگارۍ اندېښمن ژوند تېروي