تازه خبرونه
د خواف ـ هرات د اوسپنیزې کرښې سرحدي تمځي به ډېر زر بشپړ شي
ایران ویلي، چې له درې میاشتو څخه به په لږ وخت کې د خواف – هرات د اوسپنیزې کرښې پر سرحدي تمځيو کار بشپړ شي.
د ایران د ترانسپورت او ښار جوړونې وزارت مرستیال خیرالله خادمي ویلي، چې د افغانستان – ایران د پولې په صفر ي ټکو کې سرحدي سټیشنونه جوړیږي.
فارس خبري آژانس د ښاغلي خادمي په حواله لیکلي: د خواف – هرات اوسپنیزه کرښه د ګډې پولې په صفري برخه جوړیږي او له درې میاشتو څخه به په لږ وخت کې بشپړه شي.
ښاغلي خادمي زیاته کړې، چې د دغې اوسپنیزې کرښې یوه برخه د ایران او پاتې برخه به د افغانستان لخوا جوړه شي.
خادمي د ایران ایرنا خبري سرچینې ته ویلي؛ د خواف – هرات اوسپنیزه کرښه یوه له لویو پروژو څخه ده، چې موږ په کې د ګټې اخیستنې لپاره کار کوو.
دغه کرښه د ۳۵ کیلومترو پر اوږدوالي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د آسانتیا لپاره جوړېږي.
د ایران – افغانستان د سوداګرۍ پر دغه دهلیز په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کال کې کار پیل شوې دی.
د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه نوې اوسپنیزه کرښه نه یوازې د بار وړلو لګښتونه کموي، بلکې د سوداګریزو توکو له چټک لیږد رالیږد سره هم مرسته کوي، چې دمګړۍ د هرات ښار تر څېرمه د دولغارون له سرحدي بندره توکي په لاریو کې باریږي او کتارونه یې جوړ کړي وي.