تازه خبرونه

د خواف – هرات اوسپنیزه کرښه به سبا پرانستل شي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۹, ۱۳۹۹)

ایراني چارواکو نن(چارشنبه د لیندۍ ۱۹) څرګنده کړې، چې د خواف – هرات اوسپنیزه کرښه به سبا پنجشنبه د دواړو هېوادونو د مسوولینو لخوا پرانستل شي.

د ایران د سړکونو او ښار جوړولو وزیر محمد اسلامي ویلي، چې هېواد یې پر دغې پروژې  ۲،۸  تریلیون ایراني ریال، چې ۶۶،۵ میلیون دالر) لګولي دي.

هغه ویلي؛ دا پروژه به په سیمه کې یو ترانزیتي دهلیز وي؛ د افغانستان او ایران اقتصاد به پرې هم پیاوړی شي.

د خواف – هرات اوسپنیزه کرښه ۱۹۱ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۷۷ کیلومتره یې د ایران دننه او۱۱۴ یې په افغانستان کې غزېدلې او څو ورځې مخکې له دې لارې ۴۰۰  ټنه سمنټ افغانستان ته ورسېدل.

ایراني چارواکي له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره په لومړني مسافر وړونکي کاروان کې له دې لارې رارسیدلي دي.

دا پروژه پر ۲۰۰۶ زېږدیز کال په څلور برخو کې پیل  او سږکال د دې پروژې درې برخې بشپړې شوې. څلورمه برخه یې، چې په دوه نورو برخو کې جوړيږي؛ په راتلونکي کې به بشپړه شي.

د دې پروژې څلورمه برخه به تر رباط پریان او هرات هوایي ډګره بشپړه شي.

د افغانستان د اوسپنیزې کرښې چارواکو ویلي، چې دا پروژه د سیمې د نښلولو لپاره ډېره اړینه ده، چې له دې لارې به د سیمې هېوادونه له ترکیې او اروپا سره ونښلول شي.

د افغان چارواکو د څرګندونو له مخې؛ له دې لارې به هر کال ۳۲۱۰۰۰ مسافر تګ راتګ کوي او همدارنګه ۶،۸  میلیون ټنه توکي ولېږدول شي.

Trending

Exit mobile version