سوداگري

د خواف- هرات اوسپنیزه کرښه په رسمي بڼه پرانیستل شوه

Published

on

د خواف – هرات اوسپنیزه کرښه نن (پنجشنبه د لیندۍ ۲۰) په رسمي بڼه د افغانستان او ایران د ولسمشرانو په مجازي حضور کې پرانستل شوه.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په خپلو انلاین خبرو کې څرګنده کړې، چې د دغې اوسپنیزې کرښې پرانیسته د دواړو هېوادونو د ژوندي پاتې کېدو، پراختیا او اقتصادي ودې لپاره یو اړین ګام دی.

اشرف غني په دې اړه ویلي: د خواف – هرات اوسپنیزه کرښه یو ستر پرمختګ او یو لوی اقتصادي ګام دی.

غني زیاته کړې، چې دغه اوسپنیزه کرښه نه یوازې د افغانستان او ایران لپاره اړینه ده، بلکې د سیمې او نورو هیوادونو لپاره هم مهمه ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د پرانستې پر مهال په خپلو انلاین خبرو کې ویلي؛ دغه کرښه به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

حسن روحاني زیاته کړې: د هرات – خواف د اوسپنیزې کرښې له پرانستلو سره به افغانستان له اروپايي هېوادونو سره ونښلي او دغه راز به ډېر ژر د چابهار له اوسپنیزې کرښې سره ونښلول شي.

د پانګونې د آسانتیاوو رامنځته کوونکې څانګې مشر عطا نصیب په دغو پرانیستونکیو مراسمو کې ویلي، افغانستان غواړي، چې د ترانزیت مرکز شي.

هغه په دې اړه ویلي؛ دغه اوسپنیزه کرښه د افغانستان او ایران لپاره یوه ستره اقتصادي او ستراتیژیکه لاسته راوړنه هم ده.

د افغانستان د اوسپنیزې کرښې عمومي مشر یما شمس ویلي، چې هره ورځ به له دې کرښې ۱۶۰۰ مسافر تګ راتګ کوي.

د ایران د سړکونو او ښار جوړولو وزیر محمد اسلامي ویلي، چې هېواد یې پر دغې پروژې  ۲،۸  تریلیون ایراني ریال، چې ۶۶،۵ میلیون دالر) لګولي دي.

هغه ویلي؛ دا پروژه به په سیمه کې یو ترانزیتي دهلیز وي؛ د افغانستان او ایران اقتصاد به پرې هم پیاوړی شي.

دا پروژه پر ۲۰۰۶ زېږدیز کال په څلور برخو کې پیل  او سږکال د دې پروژې درې برخې بشپړې شوې. د دې پروژې څلورمه برخه به تر رباط پریان او هرات هوایي ډګره بشپړه شي.

Trending

Exit mobile version