نړۍ

د خواړو نړیوال پروګرام په سودان کې خپل بشري عملیات ودرول

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۲)

رویترز په ډاګه کړې؛ د یکشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام (WFP) د سودان د اردو او نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) په خپلمنځیو نښتو کې د خپلو درې کارکوونکيو د وژل کېدو له کبله بشري عملیات لنډمهاله ودرول.

د WFP اجرائیوي مشر سیندي مک‌کین په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې: په داسې حال کې، چې مونږ د امنیتي وضعیت تحولات څارو؛ اړ یوو، چې په سودان کې خپل ټول عملیات لنډمهاله ودروو.

د دبلیو اف پي په اعلامیه کې راغلي: مونږ له سودانيانو سره مرستې ته، چې د خوراکي توکو له ناامني سره مخ شوي پوره ژمن یوو؛ خو مونږ نشو کولی خپل ژوند ژغورونکی کار ترسره کړو، ځکه زمونږ کاري ډلې او ونډوال خوندیتوب او امنیتي ډاډ غواړي.

دغه راز ویل شوي، چې زمونږ درې کارکوونکي د شمالي دارفور د کبکابیا په اړوند نښتو کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

 دغه بنسټ د وژل شویو کسانو د تابعیت په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

مک‌کین دا هم ویلي؛ د شنبې پر ورځ د سودان په خرطوم هوایی ډګر کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه هوایي خدماتو (UNHAS) الوتکه د ښکېلو لوریو پر ډزو د پام وړ زیانمنه” شوه او د WFP د کارمندانو لپاره کار کول سخت شول.

له دې مخکې د یکشنبې پر ورځ ملګرو ملتونو د WFP د کارکوونکیو وژنه وغندله او وایي، چې دوی د خپلو بشري دندو د ترسره کولو پر مهال وژل شوي دي.

رویټرز څرګنده کړې، چې د سودان د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د واک تر اوسه کولو په جګړه کې ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي او د جنګیالیو په ګډون ۵۹۵ نور ټپیان دي.

دغه جګړه د شنبې پر ورځ د جنرال عبدالفتاح البرهان د وفادارو پوځي واحدونو او د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ، چې د جنرال محمد حمدان داګالو یې مشري کوي، پیل شوې ده.

د افغانستان اسلامي امارت د سودان هېواد په مرکز او ځینو برخو کې پر رامنځته شوې کورنۍ جګړې خواشیني څرګنده کړې.

د اسلامي امارت د اوړمې ورځې په اعلامیه کې راغلي؛ خپل ورور سوداني حکومت او ملت ته توصیه کوو، چې هرڅه ژر جګړه ودروي او د منازعاتو د حل لپاره له سلا مشورو، سیاسي دیالوګ او حوصلې څخه کار واخلي.

افغانستان د یوه جنګ ځپلي هېواد او ملت په توګه د جګړې اضرار لیدلي او لمس کړي؛ له جګړې ملتونه تباه کیږي، حکومتونه کمزوري کیږي او بهرنیو ناروا مداخلو ته لار اواريږي.

له الله تعالی څخه غواړو، چې هرڅه ژر په سودان کې د مسلمانو وروڼو ترمنځ اختلافات حل کړي، د جګړو لاملونه له منځه یوسي او د هغه هېواد خلک له مشکلاتو څخه وژغوري.

Trending

Exit mobile version