تازه خبرونه
د خوراکي توکو بیې لوړې دي؛ فقر او بېوزلي ډېره شوې – کابل ښاریان
کابل ښاریانو ويلي، چې پر اسلامي امارت د نړۍ د اقتصادي فشارونو له کبله د خوراکي او سوند توکو بیې لوړې شوې دي.
په افغانستان کې د نظام اوښتون او بدلون پر خلکو سختې اغېزې کړي؛ د افغانانو اقتصادي ځواک کمزوری شوی، د خوراکي او سوند توکو بیې لوړې شوې او فقر لوړې کچې ته ختلی دی.
ښاریان وايي، چې د بانکونو مخې ته د خلکو کتارونو او د پیسو نشتوالي له اوسني وضعیت سره مرسته کړې ده.
کابل ښاریان له نړیوالې ټولنې غواړي له افغانستان سره بشردوستانه مرستې روانې وساتي.
د افغانستان اسلامي امارت ويلي، چې د ګمرکونو د عوایدو او مالیو راټولولو له لارې به له دې سختو اقتصادي ستونزو هېواد راوباسي.
ملګري ملتونه او نړیوال مرستندویان وايي، چې پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو او وچکالۍ له کبله افغانستان له قحطۍ سره مخ دی.
کابل ښاریان وايي، چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.
یو شمېر افغانان بیا د غوړیدلي اقتصاد په تمه دي او وايي، چې اوسنۍ ستونزې د حل کیدو وړ دي.
د افغانستان اسلامي امارت څرګنده کړې، چې د نړۍ اقتصادي فشارونه شته او امریکا د افغانستان نږدې لس میلیارده پانګه کنګل کړې ده. دا ستونزه لنډ مهالې ده او ډېر ژر به د خلکو اقتصادي او پولې ستونزو اوارولو ته ډاډمنه لار وموندل شي.