سیمه ییز خبرونه
د خوست او ښرنې تر منځ يو پل جوړ او گټې ته وسپارل شو
دغه پل، چې يوسل و څلوېښت متره اوږدوالى لري په بشپړيدو يې څه د پاسه اووه دېرش ميليون افغانۍ لگول شوې دي.
د سيمې خلك وايي، چې:
اوس يې هغه اساسي ستونزه حل شوه، چې د پل د نشتوالي له لامله د شپږ ولسواليو اوسيدونكي ورسره مخ ول.
د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريال محمدرسول عادل څرگندوي، چې د خوست په دوه منده ولسوالۍ كې د اړوند مراسمو پرمهال د خوست والي عبدالجبارنعيمي وويل، چې:
د دې پل په وسيله د خوست دوه منده او سپېره ولسوالۍ؛ د پكتيكا ولايت زيړوك، نكه، ارگون، گيان، سروبي او نورې نږدې سيمې د خوست له مركزاو كابل ته له غزيدلې لارې سره تړي.
والي زياته كړې:
دا پل، چې يو سل و څلوېښت متره اوږد او نهه متره پلنوالى لري، چې پرجوړولو يې اووه دېرش ميليون و څلورسوه پېنځه اتيازره افغانۍ لگول شوي او چارې يې هم د دوه نيمو كلونوپه اوږدو كې بشپړې شوې دي.
د سيمې خلك وايي، چې:
په ټول عمركې يې دا ترټولو اساسي مشكل و؛ ځكه د سېلابونو پرمهال به د شپږو ولسواليو اوسيدونكي بندپاتې ول.
هغه لار، چې دا پل پرې جوړشوى په دوه منده ولسوالۍ كې د كابل له سړك بېله شوې او د خوست سپېره ولسوالي ان د پكتيكا له مركز ښرنې سره تړي.
د يادونې وړده، چې په تېرو لس كالنو كې دا په خوست كې لومړنى پل دى، چې جوړيږي. په دې توگه د خوست په اته نورو سميو كې هم د پلونو جوړولو ته اړتياده.
ځايي چارواكي وايي، چې:
د هغو سروې هم شوې، خو تراوسه يې منظوري ترلاسه شوې نه ده.