پرمختګ او بشپړتیا

د خوست د شيخ زايد په پوهنتون كې د نجونو ليليه جوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د غه ليليه، چې په جوړولو يې نږدې څلويښت ميليون افغانۍ لگول شوي، په اړه يې د خوست د شيخ زايد پوهنتون رييس وايي، چې:

د دې ودانيو په جوړولو د پوهنتون ترټولو ستره هغه ستونزه حل شوه، چې  د نجونو محصلينو لپاره يې د ليليې په برخه كې لرله.

دا ليليه، چې د بنسټ ډبرې كيـښودو ته يې له مركز كابل څخه  وژل شوى كوماندان جنرال داود داود تلى و، چارې يې نږدې دوه كاله وړاندې پيل شوې وې او اوس له بشپړيدو وروسته پرانستل شوه.

د خوست والي عبدالجبارنعيمي وويل، چې په لومړي ځل په دې پوهنتون كې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت لخوا په نږدې څلوېښت ميليون افغانۍ لگښت د نجونو د لېليې په موخه دوه لوړ پوړېزې ودانۍ جوړې شوې، چې په يو وخت د څلورسوه نجونو د ځايولو ظرفيت لري.

د شيخ زايد پوهنتون رييس گل حسن ولي زى وايي، چې:

د نجونو د لېليې په برخه كې يې ډېرې ستونزې لرلې؛ ځكه د تېرو څو كالونو په اوږدو كې هغه نجونې، چې له دولسم ټولگي به فارغېدې، د ليليې  د نشتون له لامله يې نه شو کولى، چې په پوهنتون كې داخلې شي او لوړې زده كړې تر سره كړي.

دغه پوهنتون د افغان پوهنتون په نوم په پېښور كې جوړشوى و، چې نږدې نهه کاله وړاندې خوست ته راوليږديدو او وروسته له دوه كلونو د شيخ زايد په نوم ونومول شو.

هغه مهال د خوست خلكو او ان ډېرو ميرمنو ددې پوهنتون په ابادو ولو كې گڼې  مرستې كړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version