تازه خبرونه

د خوست سياحتي سيمو ته د سیلانیانو تګ راتګ ډېر شوى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د خوست ولایت د تڼیو ادمامد يوه غرنۍ سيمه ده، چې هره ورځ ګڼ شمېر کسان د ميلو او ساتيرۍ له پاره ورځي.

کریم نومی څایي سیلاني وایي، ادمامد شمالي وزيرستان ته نږدې ميله ځاى دى. دلته هره ورځ په ځانګړي توګه د رخصتيو په ورځ کې د ولايت له بېلابېلو سيمو او ګاونډ ولايتونو خلک د سياحت  له پاره راځي او ميلې جوړوي.

جمال نومی یوه بل سیلاني وویل، چې دلته د ميلو ترڅنګ د محلي موسيقۍ پروګرامونه هم ترسره کيږي.  

ادمامد ميله ځاى په غرنۍ سيمه کې مؤقعيت لري او د ورغلي سړک يوه برخه هم ويجاړ حالت لري.

مجاهد سیلاني وویل، دولت دغه ځاى ته هيڅ پام نه دى کړى. که دغه ځاى ته پام وشي او اړين سهولتونه په کې برابر شي؛ نو ادمامد به يو وخت د هېواد په کچه په يوه مشهوري سياحتي سيمه بدل شي او دولت ته به ډېر عايد هم په لاس ورکړي.

په خوست کې پر ادمامد سربېره خواجه متون تپه، فارم باغ، ميلمه کوټ باغ او ځينې نور ځايونه هم شته، چې سياحتي سيمې بلل کيږي؛ خو په تېرو څوارلس کلونو کې دولت هيڅ راز پام ورته نه دى کړى او له همدې کبله ډېر خلک د سياحت او ميلو له پاره غرنيو سيمو ته ځي.

خبریال: فريدالله ظاهر 

Trending

Exit mobile version