سیمه ییز خبرونه
د خوست – غزنی پر لويه لار امنيتي ځواكونه له موټر چلوونكيو پيسې اخلي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د خوست- غزني د لويې لارې موټر چلوونكي وايي، امنيتي ځواكونه له هر موټر چلوونكي پيسې اخلي، چې دې كار د لرگيو بيه لوړه كړې ده.
د دوى په وينا، ډېر لرگي له خوست څخه غزني ته راوړل كيږي.
د يو شمېر موټر چلوونكيو په وينا، چې د خوست- غزني په لويه لار تگ راتگ كوي وايي، چې امنيتي پوستې ترې په زور لرگي كښته كوي او يا هم پيسې اخلي.
دوى د لرگيو د بيو د لوړيدو علت د پوليسو ناقانونه كړنې بولي.
د غزني امنيه قوماندان محى الدين سروري دا ستونزې مني، خو وايي:
له څه وخت راپديخوا پوستې نوې شوي او يو لړ بدلونونه هم په كې راغلي دي.
د لرگيو پلورونكيو په وينا، اوس په غزني كې يو من لرگي په اويا افغانيو پلورل كيږي، چې د تېرې مياشتې په پرتله يې بيه لس افغانۍ لوړه شوې ده.