سیمه ییز خبرونه

د خوست قلندر ولسوالي ټولنیزې، پوهنیزې او روغتیایي ستونزې لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د خوست قلندر ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، په روغتیا او پوهنې برخو کې ډېرې ستوونزې لري.

د خوست په قلندر ولسوالۍ کې د حکومت نه حاکمیت خلکو ته ستونزې ډېرې کړې دي.

د دې ولسوالۍ  قومي مشر عیدمرجان وایي، تر ټولو ډېرې ستونزې د روغتیا او پوهنې په  برخو کې دي، چې خدماتو ته لاسرسی نه لرو.

قومي مشر خانان بیا وایي، په حکومت کې مامورین لرو او ځوانان مو په بېلابېلو ولایتونو کې پوځي خدمتونه ترسره کوي؛ خو د ژوندانه له آسانتیاوو بې برخې پاتې شوي یو او حکومت له بشپړې پاملرنې غورزولي یو.  

د خوست ولایتي شورا غړي نورشاه  نورانۍ هم د قلندر ولسوالۍ د خلکو ستوونزې پرځای بولي او له اړوند ادارو غواړي، چې  قلندر ته پام وکړي.

نوموړی زیاتوي؛ حکومت باید دغې سیمې ته مکتبونه، سړکونو، کلینیکونه،  ویالې او بندونه جوړ کړي، چې د دې سیمې اوسیدونکي هم د ژوندانه له آسانتیاوو برخمن شي.

د خوست والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وایي، هڅه کیږي، چې د حکومتدارۍ د پیاوړتیا لپاره په بېلابېلو برخو کې خلکو ته غوره دولتي خدمات وړاندې شي؛ خو د قلندر ولسوالۍ د سړک جوړولو ستونزو د هر راز آسانتیاوو مخه نیولې ده.

هغه زیاتوي، د قلندر ولسوالۍ د سړک په جوړیدو به په دې ولسوالۍ کې ډېرې ټولنیزې پروژې پلي شي.

قلندر ولسوالي د خوست لیرې پرته غرنۍ ولسوالي ده، چې د ولسوالۍ دولتي ادارې یې د خوست په مرکز کې فعالیت کوي او پېنځلس کاله کیږي، چې په قلندر کې دولتي حاکمیت بشپړ شتون نه لري. 

خبریال : فرید الله ظاهر

Trending

Exit mobile version