تازه خبرونه

د خوست مېرمنې: جګړې تر ټولو ډېر موږ ته زيان اړولی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په خوست کې يو شمېر مېرمنو د ملي يووالي د حكومت له مشرانو غوښتي چې خپل منځي ستونزې حل او په هېواد كې د جګړې د پاى ته رسولو عملي لارې چارې ومومي. دغه مېرمنې چې له افغان ځواكونو څخهد ملاتړ په موخه په يوه غونډه كې راټولې شوې وې سوله يوه جدي اړتيا وبلله

ياده غونډه په خوست کې د ښځو د يوې مدني ټولنې له لوري رابلل شوېوه چې د افغان ځواكونو ملاتړ او په هېواد كې د روانې جګړې په ناخوالو يې خبرې وكړې.

دوی وويل چې په هېواد کې روانې جګړې تر ټولو دوى ته ډېر زيان رسولى. هغوى له افغان ځواکونو ملاتړ اعلانوي او واييچې دوى د خپلو اولادونو تر څنګ ولاړې دي.

مدني فعاله کامله اکبري وايي: «ټولې مېرمنې به د خپلو وروڼو تر څنګ ودرېږي، د خپلو ملي ځواکونو ملاتړ به وکړي ځکه چې دوی د هېواد د دفاع له پاره ولاړ دي.»

د غونډې يو شمېر نورې ويناوالې له وسله والو طالبانو غواړي، چې خپلو کورونو ته راشي او نور له جګړې لاس واخلي. هغوى د افغان حکومت پر مشرانو هم نيوکه کوي، چې په هېواد کې د روانې جګړې د کابو کولو پر ځاى په خپلو کې د قدرت په وېش سره نه جوړېږي.

دغه خوستۍ مېرمنې وايي، دوى به خلك وپوهوياو له دولت سره به يې همکارۍ ته وهڅوي. دا په خوست کې لومړی ځل دى، چې مېرمنې د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه جوړوي.

خبريال: فريدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version