تازه خبرونه
د خوست نړیوال هوایي ډګر ریاست دوبۍ ته په اوونۍ کې له ۳ الوتنو خبر ورکړ
د خوست ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ له دې وروسته به د کام ایر هوایي شرکت له خوست نړیوال هوایي ډګر څخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته هره اوونۍ درې الوتنې ترسره کوي.
د خوست نړیوال هوایي ډګر ریاست ویلي، چې پخوا کام ایر هوایي شرکت له خوست نړیوال هوایي ډګر څخه د متحده عربي امارات دوبۍ ښار ته هره اوونۍ دوه الوتنې کولې؛ خو اوس ياد هوایي شرکت یوه بله الوتنه هم د خپلو الوتنو په مهالوېش کې اضافه کړې ده.
د خوست ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ له دې وروسته به د کام ایر هوایي شرکت له خوست نړیوال هوایي ډګر څخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته هره اوونۍ درې الوتنې ترسره کوي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي: هره یکشنبه، سېشنبه او پنجشنبه له خوست څخه دوبی ته او هره دوشنبه، چارشنبه او جمعه به له دوبۍ څخه خوست ولایت ته الوتنې ترسره کيږي.
ویل کیږي، چې په نږدې راتلونکې کې به خوست ته له یو څو نورو هېوادونو سره هم د الوتنو شاهدان واوسو.