تازه خبرونه

د خوست هوايي ډګر د الوتنو لپاره پرانستل شو

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۹, ۱۴۰۰)

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ويلي، چې ولسمشر غني نن سهار پنجشنبه د چنګاښ ۱۹ خوست ته د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د سفر پر مهال د دغه ولایت د هوايې ډګر پرانسته وکړه.

د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ اشرف غني د خوست هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر له پرانیستې وروسته له متحده عربي اماراتو څخه په یوه الوتکه کې رارسېدلیو خوستیانو ته هم ښه راغلاست ووایه.

ولسمشرۍ زیاته کړې؛ په پام کې ده، چې ولسمشر غني به له لوړپوړیو امنیتي چارواکو  پر ګډون سربېره په خوست کې له میشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو او د خوست ولایت مشرانو، متنفذینو، ځوانانو او د بېلابېلو اقشارو استازیو سره په یوه ولسي غونډه کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه هم واوري.

Trending

Exit mobile version