سیمه ییز خبرونه

د خوست ولايت په كانونو كې نامسلكي کيندنې روانې دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د خوست ټول غرونه د بېلابېلو فلزاتو او په ځانگړي توگه د کروميت ډبرو معادنونه لري، چې د تڼيو، ځاځي ميدان، گربزو او سپېره ولسواليو او د مركز د ملييزيو په غرونوكې دي.

ماهرين وايي، چې د کروميت ترڅنگ يو شمېر نور معادنونه لکه مس، کلسيت، سلفر، ابرک، تالک او داسې نور هم له کروميت ډبرو سره جوخت پيدا کيږي.

ځايي خلکو په کې له پخوا څخه کيندنې پيل کړي او ډبرې يې په قاچاقي ډول پاکستان ته ليږدول کيږي.

د خوست ښار په جنوب كې د تڼيو له غرنۍ ولسوالۍ څخه د آريانا تلويزيون خبريال وايي، چې خلك  د پيسو د تر لاسه كولو لپاره په غيرفني ډول ډبرې راباسي او بيايې له پاكستان څخه په راغليو سوداگرو پلوري.

د خوست د كانونو رييس انجنيرمحمد لايق ستونزه منلې او وايي، چې له پخوا څخه په دغو کانونو کې کيندنې او قاچاق روان دی.

ده زياته كړه، چې دولت نه دی توانيدلی، چې د دې كارمخه ونيسي.

نوموړی وړانديز کوي، چې وزارت دې دا کانونه په قررداد ورکړي، له يوې خوا به کانونه وساتل شي او له بل لوري به يې گټه دولت ته لاړه شي.

کروميت ډبره د کروم په نوم يو خاص فلز لري؛ ځكه، خو د هغو تخنيکي وسايلو او وسلو په جوړولو کې كارول کيږي، چې د حرارت په وړاندې ډېرمقاومت ته اړتيا لري، په ځانگړي توگه په هغو توغنديو كې ترې كاراخلي، چې فضاء ته توغول کيږي.

مسوولين له امنيتي ادارو او ځايي خلکو غوښتنه کوي، چې د دې ملي شتمنۍ په ساتنه کې مرسته وکړي.  ولس اندېښمن دى، چې كه په سيمه كې شته معادنونه له لاسه وركړي، راتلونكى نسل به يې له خواريو سره مخ شي.

Trending

Exit mobile version