تازه خبرونه

د خوست ولایتي شورا د هوايي ډگر پر نوي قرارداد نيوکې لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د خوست ولایتي شورا غړي د خوست نړیوال ملکي هوايي ډگر پروژې د قرارداد په بیا پيل نيوکي لري.

وروسته له هغې، چې تېره اوونۍ آريانا نيوز د خوست هوايي ډگر پروژې د ځنډ په اړه رپوټ خپور کړ؛ خلکو يې هر کلى وکړ.

د خوست ولايتي شورا غړي حبيب خان تڼيوال وويل، چې دا پروژه بیا پيليږي او بېرته پخوانی شرکت به ساختماني چارې مخته وړي؛ خو له خلکو سره اوس هم دا پوښتنې بې ځوابه پاتې دي، چې ولې دا پروژه درې نيم کاله وځنډيده؟

د خوست ولايتي شورا منشي قديم افغان اندېښمن دي او وايي، د خوست هوايي ډگر په پروژه کې د فساد تورونه موجود ول.

دا قرارداد څلور کاله وړاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له يوه خصوصي ساختماني شرکت سره د شاوخوا پېنځلس ميليون دالرو پر لگښت لاسليک کړ، چې له لږ کار وروسته د وخت والي په کې د فساد په اړه اندېښنه وښوده.

ولسمشر غني د تېر کال د جولای په ۱۵ ويلي وه؛ د خوست هوايي ډگر قراردادي ورته راغلو او ورته يې وژړل ، چې له ده باج غوښتل کيږي؛ خو ولسمشر باج غوښتونکي ونه ښودل.

د خوست والي حکم خان حبيبي په دې اړه مرکې ته حاضر شوی نه دی؛ خو نوموړي درې ورځې وړاندې په خوست کې يوې قومي غونډې ته ويلي وه، چې د خوست هوايي ډگر په اړه منفي څرگندونې کيږي.

د خوست خلک هيله لري، چې د دې ولايت نړيوال ملکي هوايي ډگر دي ورته په اساسي او معياري توگه جوړ شي.

خبریال: فريدالله ظاهر.

Trending

Exit mobile version