تازه خبرونه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوال په لوګر کې ووژل شو

Published

on

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوال عبدالحی ځاځی نن له غرمې وروسته د لوګر ولایت د التمور په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا تر برید لاندې راغلی او له خپل ساتونکي سره وژل شوی دی.

پېښه د پکتيا او لوګر ولايتونو مسوولينو تائيد کړې ده.

د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ پېښه په اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې دی له خپل ساتونکي سره کابل ته پر لاره و.

د پکتیا والي ویاند عبدالرحمن منګل ویلي، چې په دې پېښه کې د هغه یو ساتونکی هم وژل شوی او یو بل ملکي وګړی ټپي دی.

ویل کیږي، چې وژل  شوي کسان او ټپي د پکتیا حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي.

د پېښې پړه تر دې دمه چا پر غاړه نده اخیستې.

Trending

Exit mobile version