تازه خبرونه
د خوست پخوانیو مجاهدینو له دولت څخه د سولې په بهیر کې د ونډې غوښتنه وکړه
د مجاهدنيو سرتاسري شورا مشرمولوي محمد سردار ځدراڼ وايي، په خوست کې ځينې داسې مشران شته، چې د طالبانو له ځينو مشرانو سره نږدې پاتې شوي او که د سولې په روان بهير کې ونډه ورکړ شي؛ نو خبرې يې اغېز کولى شي.
پخوانى جهادي قوماندانگل قاسم جهاديار له ښکېلو غاړیو وغوښتل، چې جگړه د حل لارنه ده؛ ځکه، چې د سولې میز ته کيناستل اړین دي.
په خوست کې د کوچيانو شورا مشر رمضان کوچى له نړيوالې ټولنې او د سيمې له هېوادونو غواړي، چې په افغان سوله کې رښتينې هڅې وکړي.
د تڼيو قومي مشر جمال ټنىبيا نيوکه کوي، چې په دولت کې بې عدالتيو او سليقوي اړيکو ځينې کسان اړ کړي، چې د دولت وسلوال مخالفت ته مخه کړي.
په دې وروستيو کې افغان دولت له پاکستان سره د امريکا متحده ايالاتونو او چين په منځگړيتوب خبرې اترې پيل کړي او هغه گاونډ هيوادونه، چې وسلوال طالبان یي په سيمه کې خوندي مرکزونه لري،له افغان دولت سره د سولې میز ته کېنوي.
خبریال: فريدالله ظاهر.