تازه خبرونه

د خوست په باک ولسوالۍ کې د ١٤ کيلو ميتره سړک د جوړيدو چارې پيل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په خوست کې تر ډېره کليوالي سړکونه کنډو کپر او يجاړ دي؛ خو د خوست په باک ولسوالۍ کې د ١٤ کيلو ميترو په اوږدوالي د يوه کليوالي سړک د جوړولو چارې پيل شوې.

 د خوست مرستيال والي شيربادشاه ارګونى وايي، په دې سړک جغل اچول کيږي، چې په يوه کال کې به يې چارې بشپړې شي.

نوموړى زیاتوي، پرپروژې به ١٧ ميليون او ٧٠٠ زره افغانۍ لګول شي، چې د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت له لوري ورکول کيږي.

د خوست د ټولګټو چارو رييس انجينرمامورشاه د دې سړک جوړول مهم بولي او وايي، دا سړك به باک ولسوالي له علي شېر او تيريزو ولسوالیو سره ونښلوي.

هغه زیاتوي، په پام کې ده، چې په نږدې راتلونکي کې له باک څخه تر علي شېرو ولسوالۍ ١٥ کيلو متره  سړک هم  پوخ شي.

د باک ولسوال محمد خليل د  پروژې په پيلیدو خوښي څرګندوي؛ خو غواړي، چې د دې ولسوالۍ د سړکونو، سربندونو او ويالو په برخه کې شته ستوونزو ته ځانګړى پام  وشي.

باک د خوست يوه له هغوى ولسواليو ده، چې تېر کلونه په کې ناامنۍ ډېرې وې او له همدې کبله په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې ډېرې چارې هم نه دي ترسره شوي.

خبریال: فريدالله ظاهر.  

Trending

Exit mobile version