تازه خبرونه

د خوست په سرحدي ولسواليو كې د وسله والو حضور ډېر شوى دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

پر داسې مهال، چې د هېواد په شمال کې جگړو زور اخيستى؛ د خوست له خلکو سره امنيتياندېښنې ډېرې شوې دي.

د خوست ولايتي شورا او مدني ټولنو يو شمېر غړيو په یوه ناسته کې په ډاگه کړه، چېد دې ولايت ځينې سرحدي سيمو ته ډېر وسلوال راغلي او امنيتي ځواکونه يې بايد په اړه تدابير ونيسي.

د خوست ولايتي شورا غړى عبدالولي واحدزى وايي، كه حكومت د دغه ولايت د امنيتي ځواكونو تشكيل ته پاملرنه ونه كړي؛ نو ښايي خوست كې امنيتي ستونزې زور واخلي.

د خوست د مدني ټولنې فعال فيض الله غمخور په دې ولایت کې د پوليسو تشکيل او په سرحد کې د سرتېرو نیمگړي تجهيزات هم د اندېښنې وړ گڼي.

د خوست ولايتي شورا غړى سيد اضغر اکاخيل وايي، كه حكومت خوست ته پاملرنه راوانه ړويد خوست ناامنۍ به پراخې شي.

د دې کنفرانس بله برخه له مرکزي دولت څخه د خوست لپاره د يو شمېر بنسټيزو پروژو غوښتنه وه.

د خوست مدني ټولنې فعال نصير احمد روښان له حكومت څخه د غلام خان بندر د رسميت، د ملكي هوايي ډگر د جوړيدو او دي ولايت ته د وارداتي برښنا د ليږدولوغوښتنه وكړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په زياتره ولايتونو کې ناامنيو زور اخيستى او داسې خبرونه خپريږي، چې په جگړه کې تر ډيره بهرني جنگاليو ځاى نيولى دی.

خبریال: فريدالله ظاهر.

Trending

Exit mobile version