تازه خبرونه

د خوست ځاځي ميدان اوسيدونکي له روغتيايي آسانتياوو بې برخې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ځاځي ميدان د خوست له لیرې پرتو ولسواليو څخه یوه ولسوالي ده، چې له قبايلي سيمې کورمې ايجنسۍ سره په ګاونډ کې پرته ده.

دا ولسوالي که څه هم ښه امنيت لري؛ خو په دې ولسوالۍ کې د يوه مجهز روغتون نه شتون د خلکو ستوونزې ډېرې کړې دي.

ځايي اوسيدونکی قومي مشر رحمت الله خان وايي، د ډېرې عادي ناروغۍ د درملنې له پاره هم د خوست مرکز ته ساعتونه لار وهو.

قومي مشر نومیاخېل په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د داسې ۴۰ بستریز روغتون غوښتنه  کوي، چې متخصص داکتران او د ولادي ستوونزو له پاره ښځينه داکترې ولري.

د ځاځي ميدان اوسيدونکي وايي، په سيمه کې مو پخپله د قومي جوړښت له مخې امنيت ټينګ کړى او  حاضر يو، چې له کلينيک او نورو دولتي تاسيساتو څخه پخپله ساتنه وکړو.

د خوست د عامې روغتيا رييس ګل محمدالدين  محمدي وايي، د ځاځيو له پاره تېر کال د روغتون جوړول په پلان کې نيول شوي وه؛ خو  په وزارت كې د ناغيړۍ له کبله تراوسه نه دى جوړ شوى.

 هغه زیاتوي؛هیله ده، چې روغتيا وزارت د ځاځي ميدان روغتون منظور کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوست په ځينو سيمو کې بيا د کلينيکونو په نوم ودانۍ جوړې شوې دي، خو د تشکيلاتو او تجهيزاتو د نشتوالي  له کبله غېر فعال دي او ان د ځينو ودانۍ يې له زيانمنيدو سره هم مخ دي.

خبریال: فريدالله ظاهر.

Trending

Exit mobile version