تازه خبرونه

د خوشحال خان په پروژه کې د ملی شورا لسګونه غړي پوروړي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ښار جوړونې وزارت وايي؛ د خوشحال خان په پروژه کې د ملی شورا لسګونه غړي څه باندي  درې سوه  میلیو ن افغانۍ پوروړي دي، چې له دې کبله د پروژې د پرانیستلو لړۍ ځنډیدلې ده.

د ښارجوړونې وزارت مسوولین وايي، چي د قصبی  پروژې د بشپړیدو له پاره دولت څلویښت میلیون دالر له خپلې بودجې ورکړي او کار يې پیل شوی.

مسوولین وایي، د وږي تر میاشتې به دې پروژه کې جوړ اپارتمانونه پر خلکو ووېشل شي.

 د ښارجوړونې وزارت ویانده نفیسه نعمتي وایي، چې د خوشحال خان پروژه هم بشپړه شوې؛ خو د ساختماني شرکتونو پوروړي يو، ځکه مو د تحویلۍ بهیر ځنډیدلی دی.

هغه زیاتوي، د ملي شورا ځینو غړیو په دې پروژه کې د ۳۲۰ میلیون افغانیو په ارښت کورونه نیولي؛ خو اوس پیسې نه ورکوي او ټولې چارې یې له ستونزو سره مخ شوي او سلګونه میلیون افغانۍ مو بندې دي، چې  د ملي شورا له غړیو سره تر ټولو زیاتي دي. دوی په دې پروژه کې کورونه رانیولي که د پیسو ستونزه حل نه شي دا پروژه مونږه ته نه تسلیمیږي.

د ملي شورا غړی محمد هاشم فاریابي هم مني، چې ځینو وکیلا نو کورونه را نیولي؛  خو پیسې یې نه دي ورکړ شوي.

دی وایي، وکیلان باید له قانون څخه سرغړونه ونه کړي.

د ولسي جرګې غړې ناجیه ایماق وایي؛ خبره یم، چې ځینو وکیلانو کورونه رانیولي، خو پیسې نه ورکوي د یو وکیل له پاره دا بیخي بده خبره ده. باید د دغې  ستونزې د حل له پاره وکیل صاحبان هم لاس په کار شي

د ښارجوړوني وزارت په هېواد کې د سا ختماني انجینري د معیاري کولو په برخه کې جدي هڅې پیل کړي دي.

 خبریال: اسلم حجاب 

Trending

Exit mobile version