بی بی سی پښتو

د خوشي شوي طالب زنداني لپاره هوایي ډزو یو ماشوم وژلی؛ دوه ټپیان دي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳۰, ۱۳۹۹)
BBC
ویل کېږي چې دوه ژوبل شوي ماشومانو په پښو لګېدلي
نصرت الله تسل
بي بي سي
د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د برهان خېلو سیمې اوسیدونکي وايي، پنجشنبه مازدیګر د یوې کورنۍ طالب زنداني له زندانه د خوشي کېدو په خوشالۍ کې یې ملګرو او خپلوانو هوايي ډزې کړي دي چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

محمد نبي چې خپلوان یې له زندانه خوشی شوی وايي، د زنداني د راخلاصېدو په خوشالۍ کې خپلوانو او دوستان د خوشالۍ هوايي ډزې کولې. نوموړي‌ بي بي سي ته وویل:

“د تره زوی مې له بګرام زندانه ازاد شوی. کلیوالو او خپلوانو د خوشالۍ لپاره ډزې پیل کړې. تقریبا د شپږو کالو په عمر یو ماشوم لګېدلی او وژل شوی دی. دوه نور چې په همدې عمر وو، پښو ته لګېدلي او ژوبل شوي دي. د تره زوی مې تر لسو کالو پورې په زندان کې وخت تېر کړی.”

د خوست د قومندانۍ ویاند عادل حیدر د دې پېښې په اړه بي بي سي ته وویل: “هغه کس چې ډزې یې کړې وې تښتیدلی او پولیس ورپسې ګرځي. د څارنې لاندی دی، پولیس یې خامخا نیسي”.

دا پېښه پنجشنبه مازدیګر مهال شوې او ویل کېږي‌چې د قاتل کورنۍ سملاسي د وژل شوي ماشوم کورنۍ ته ننواتې بیولي او د وژل شوي ماشوم کورنۍ هم ترې قبوله کړ او قاتل یې بښلی دی.

د سیمې اوسیدونکی امین نوراني چې د ماشوم قبر ته تللی او د ننواتې پر وخت هم موجود و بي بي سي ته وویل:

“هغه کس چې ډزې یې کړې وې د خواخوږۍ له مخې طالب زنداني ته له زندانه د وتلو په خوشحالۍ کې او په ښه نیت هوايي ډزې وکړې، او د وژل شوي ماشوم کورنۍ ځکه ننواتې هم ومنله چې قصدي عمل نه و”.

BBC
د افغانستان ځینو نورو سیمو کې هم د طالب زندانیانو د خوشي کېدو په خوشحالۍ کې هوایي ډزې شوې دي

د سیمې یو بل اوسېدونکي امین الله بي بي سي ته وویل، د دوو ټپي شویو ماشومانو ننواتې لا نه ده منل شوې او د درملنې لګښت به یې د هغه کس د کورنۍ له لورې ورکول کیږي چې ډزې یې کړې وې.

د سیمې د دود له مخې که له یو چا په خطا سره کوم کس ووژل شي، ننواتې یې په اسانۍ منل کیږي، خو که قصدي یو چا قتل وکړ نو د ننواتې منل یې هم ګران کار وي.‌

دا لومړی وار نه دی چې په خوست ولایت کې هوايي ډزې د عامو وګړو د وژنې لامل کېږي.

د دې ولایت په ګڼو سیمو کې ډیری خلک هر ډول خوشالۍ په هوايي ډزو لمانځي، چې ځینې وخت یې بیه نور پرې کوي.‌

د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم لیدل شوي‌ چې د افغان حکومت له زندانونو د خوشي شویو طالب زندانیانو د هرکلي لپاره هوایي‌ ډزې کېږي.

وسله والو طالبو پر خپلو خوشي‌ شویو کسانو غږ کړی چې له وسلو او ګنې ګوڼې دې لېرې ګرځي، په خپلو کورونو کې دې پاتې شي او عادي ژوند دې وکړي.

Trending

Exit mobile version