تازه خبرونه
د خوړو د نظام بدلون د افغانستان د خوړو خوندیتوب او کارموندنه پیاوړې کولی شي – نړیوال بانک
په راپور کې راغلي، چې افغانستان، پاکستان، منځنی ختیځ او شمالي افریقا له اقلیمي بدلون، د اوبو له کمښت، جګړو او د خوارځواکۍ له زیاتېدا سره مخ دي. اوسمهال په دې سیمه کې له هرو شپږ کسانو یو یې خوړو ته خوندي لاسرسی نهلري او ۴۲ سلنه خلک روغتیایي خوړو د برابرولو وس نهلري.
نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د خوړو او کرنې د نظامونو اصلاح او بدلون کولی شي په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب د پام وړ ښه کړي، کاري فرصتونه رامنځته کړي او د هېواد اقتصادي مقاومت پیاوړی کړي.
په راپور کې راغلي، چې افغانستان، پاکستان، منځنی ختیځ او شمالي افریقا له اقلیمي بدلون، د اوبو له کمښت، جګړو او د خوارځواکۍ له زیاتېدا سره مخ دي. اوسمهال په دې سیمه کې له هرو شپږ کسانو یو یې خوړو ته خوندي لاسرسی نهلري او ۴۲ سلنه خلک روغتیایي خوړو د برابرولو وس نهلري.
د راپور له مخې، تر ۲۰۵۰ زېږدیز کال پورې به د خوړو غوښتنه ۶۷ سلنه لوړه شي.
راپور ګواښ کړی، چې د اقلیمي بدلون، د اوبو کمښت او جګړو له کبله د خوړو ناامني مخ پر زیاتېدا ده او دغو عواملو د کرنې پر سکټور سخت فشارونه وارد کړي دي.
نړیوال بانک ټینګار کړی، چې د خوړو خوندیتوب یوازې د کرنیز تولید پر زیاتولو نه ډاډمنیږي، بلکې د خوړو د ټول نظام له تولید څخه تر لګښت پورې هر اړخیزې اصلاحات غواړي. په دغو اصلاحاتو کې د اکمالاتي ځنځیر پیاوړتیا، د خوړو د ضایعاتو کمول، د زېرمه کولو او لېږد رالېږد ښه کول او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومې کرنې لپاره پانګونه شامله ده.
د راپور له مخې، د خوړو او کرنې نظامونه اوس هم د سیمې په اقتصاد کې مهم رول لري او د کرنې، ټرانسپورټ، پروسس او خوراکي خدمتونو په برخو کې یې میلیونونه کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.
نړیوال بانک د راپور له مخې، د کرنې او د خوړو د نظام اصلاحات کولی شي د بېوزلۍ په کمولو، د تغذیې په ښه کولو او په ځانګړي ډول د ځوانانو او د کلیوالو سیمو د اوسېدونکو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.